کور / هراړخیز / ماپه ړاندوسترګواسلام نه دی قبول کړی!!!

ماپه ړاندوسترګواسلام نه دی قبول کړی!!!

ژباړن : عبدالغفارجُبیر

پروفیسرنېکولای سکوموف، اواسنی نوم ئې اسلام محمدوف دی
ورځ په ورځ داسلام دمبارک دین دحقانیت، اوداسلام درېښتینوالی په سبب په سلهاووخلک داسلام په مبارک دین مشرفه کیږی، چی ددې اټکل ناشونې دی چی څوک ووایی چی هره ورځ څومره خلک مسلمانان کیږی؛ پرانټرنیټ باندی دهغومسلمانانووروڼوخپلې لیکنې راځی چی هغه په ټولنه کی مهم رول لری دارول کله سیاسی وی، کله اقتصادی وی، اوکله هم ټولینزوی، اویاکله هم علمې وی اونور۔۔۔
اوس ورځ په ورځ انسانان دجهل اوناپوهۍ دکرغیړنوتاریکیوڅخه راوځی اوداسلام دمینې اومحبت ، پرمختګ، روښانه اوځلېدونکې لمروروڼاته کښېنې، چی زه په اینده کی پردې باندی پوره بحث کوم، چی دعیسایت، یهودیت، هندویزم، سکیزم، ساټنیزم، کانفیوشیزم، کمونیزم اونوروډېروباطلومفکورواوعقیدوڅخه خلک په ګڼ شمېرکی هره ورځ اوهره میاشت مسلمانیږی اواسلام خپرېږی الحمدلله ثم الحمدلله۔
د(نېکولای سکوموف) یوروسی پروفیسردی چی ډېرتکړه اوبانفوذه سړی دی، چی دده دمسلمانېدوسره سم (13) نفره دده خپلوان، نژدې ملګری اودوستان ورسره مسلمانان شول؛ چی یواځ ددوی څخه موږدده (نېکولای اومېرمن) دمسلمانېدوپه حال خبریو، اوپوره تفصیل ئې وتاسوګرانولوستونکوته وړاندی کوم؛ دده مسلک په طب کی (Psychology) ده، دې دنفسیاتی اوروحی ناروغیومتخصص دی، اوله بده مرغه دده مېرمن (اوکساناسکوموف) دروحی فشار (Depression) ښکاروه، چی بیادقرانکریم په لوستلوسره ئې هغه ټول مشکلات حل اولومړۍ دې (اوکساناسکوموف) اوبیا پخپله ډاکټر(نېکولای سکوموف) مسلمان شو۔چی ماددوی دپوره کېسې چی نېکولای پرانټرنیټ خپره کړېوه غورچاڼ ئې وتاسوته وړاندی کوم دالاندنۍ برخه ټوله دنېکولای لیکنه ده۔
زه په روغتون کی ډاکټروم چی دورځې به دسهارد اتوبجوڅخه تریوې نیمې بجې اوکله هم تردوو بجوپورې کارکاوه، اوماپښین به می پخپل شخصی کلېنیک کی دناروغانودرملنه کوله دمذهب په اړه زماتصورپه بشپړډول سره منفی وو، مطلب داچی دهیڅ مذهب سره می کوم نه تړاو، نه مینه اونه می هم تلوسه لرله؛ مابه چی کله وخلکوته کتل چی دمذهب په نامه سره نارې وهې، کله عیسایان کله مسلمانان اوکله هم یهوداونوردځان سره به می ویل چی دالېونیان دی مذهب څه معنی؟؟؟ الهې دین څه معنی؟؟؟ خدای څه معنی؟؟؟ عیسی مسیح چی نجات ورکوی داڅه معنی؟؟؟ اوداسی نور۔۔۔
داځکه چی زه په کمیونیزم کی لوی شوی وم، اوزمانیکه دمیخایل لینن سره په مبارزه کی شامل وو، اوزموږټوله کورنۍ لادینه وه، اوحتی که چادمذهب خبره کړې وای هغه دمرګ سره لاس اوکړۍ وو، اولکه چی وټولوته دامعلومه ده، چی دکمونیزم په دوران کی ترډېره کلېساوې، مسجدونه اومندرونه تړلې وه، اووهیڅ ډول مذهبې مراسموته اجازه نه وه؛ اودانسان په هکله موداسی تصورکاوه، چی انسان دیوه شین بوټی په شان دی چی کله وچ سی نوکارئې خلاص سو، نه حساب سته، نه کتاب سته، نه قیامت سته،نه دوږخ سته، نه جنت سته، که په لنډوکی درته ووایم نوموږټوله کورنۍ اوهرهغه څوک چی پرکمونیزم اوماده پرستۍ باندی معتقددی هغه داهیڅ نه منی، اوهرهغه شی چی په سترګولیدل کیږی هغه یقینې اوورته عقیده لری، څرنګه چی طب زمامسلک وو نوپخپله عقیده کی (ماده پرستی) کی شکمن وم، هغه داچی ډېرداسی شیان دی چی نه لیدل کیږی اوشته، خو دعقل خاوندان ورڅخه انکارنشی کولای؛ نومی اراده وکړه چی دمذهب څه ناڅه مطالعه وکړم، اودمسکودکاتولیکوعیسایانو وملی کلیساته ورغلم؛ هغوی راته وویل چی دا(کلیسا) دخدای کوردی، دابایبل واخله اودادخدای کتاب دی اوهرڅوک چی عیسایی سوهغه به بېله پوښتنې وجنت ته ځی، داځکه چی عیسی علیه سلام زموږدټولوګناهونولپاره ځان کفاره کړ، اوزموږدګناهونوپېټې ده پخپله وږه واخیستی، چی هرڅه کوی نوکوم مجازات درته نشته، اوکه کومه ګناه درڅخه وشوه نوموږته به یوڅه شی (روپۍ) راکوی اوبس معاف یی، اودايي هم راته وویل چی که پخپله علاقه کی کاروکی؛ اونورخلک درسره عیسایان شول نودروغتون دارودرمل به درته وړیاکوو، اوپه څنګ کی به یوره وړوکې کلیسابه هم درته تعمیرکاندو۔
دابایبل په ډېره ښه بڼه، ډېرښه کاغذاوښه رنګونوکی چاپ شوی وو، چی زړه وړونکی وو، ټوله ژباړه اوتفسیرئۍ په روسې ژبه وو، چی ښه پخپل ځای کی په کورکی کښېناستم نومی دمطالعې هوډوکی په مقدمه کی ئې ډېرشیان لیکلې وو، دابایبل می پرله اړوی چی د(لومړیوورځوتاریخ) پرکتاب می سترګې ونښتې چی په سرېزی کی ئې لیکلی شوی وه، چی داکتاب داسرایلودتاریخی کتابونوله جملې څخه دی، کله چی داجمله ولوسته نوڅه هېجانې شول، هغه داچی اسرایلوپه زرهاووبې ګناه انسانان له تیغه ویستل اودامنطقه ئې په زورسره قبضه کړل داسی ورځ به نه وی چی دتنکی ماشومانو، ښځواوبوډاګانوسرونه دی له تنونه ، نه جلاکوی اوپه همدې ډول سره په زرهاووبې ګناه انسانان ئې په بندکی ساتلې ده، چی زه فکرکوم چی ټول فلسطینان ددې دنیاپه دوږخ کی شپې اوورځې سباکوی، اوبل داچی داتاریخ یوچالیکلی دی، چی ټوله کتاب ، دهغه الفاظ دانسان تخلیق دی؛ له دې څخه وروسته می د (عزرا) کتاب باندی سترګې ولګېدې چی په سرېزه کې ئې لیکل شویدی چی داکتاب عزرالیکلی دی چی هغه یومشهوره کاهن وو، له دې کتاب څخه می ورسته بل کتاب د(نحمیا) په نامه پرنستی چی داکتاب نحمیالیکلی دی، اوله دې څه وروسته می پر(ټولنه) نامه کتاب باندی سترګې ولګیدې چی هغه بیاسلیمان چی یوفلیسوف وو لیکلی دی، نومی له بایبل څخه کرکه وشوه چی په دې کې خویوکتاب هم وخدای ته منسوب نه دی اوهرکتاب یوچالیکلی دې، داکتابونه څوکاهنانواوفلیسوفانولیکلی دی اوهرهغه څه ئې لیکلی دی چی خوښ ئې وه، دخپلې خوښې مطابق څه ئې حلال کړی اوڅه ئې حرام کړی اوزه ودې نتیجې ته ورسېدم چی داسل په سلوکی دمخلوق کتاب دی نه دخالق، اودایقینی درته وایم چی عیسایی ټولنه هم پرمختلفوعقایدواومفکوروولاړه ده، چی هېڅ بنسټ نه لری، نومی بایبل بندکی اوپخپله المارۍ کی می قلف کی، اوله ځانه سره دافیصله وکړه چی بیابه داکتاب نه رااخلم او هم به وکلیساته نه ځم، اوپه دې تکل کی سوم چی دمسلمانانوسره ووینم اوپه اسلام ځان خبرکړم، اودمسلمانانوسپېڅلې کتاب قران وګورم چی مسلمانان ادعاکوی چی خدای کتاب دی، اودخدای له لوری پرحضرت محمدصلی الله علیه وسلم باندې نازل شویدی؛ زه اوس دمعمول سره سم وخپلې وظیفې ته ځم اوراځم، اودمذهب سره می اوس داړیکوپیل دی، اودمذهب وکړۍ ته داخل شوی یم، پردغه مهال ماته یورسمی لیک راغی چی تاسی یوکنفرانس ته چی دتاتاریستان دکازان په ښارکی دایرکیږی بلنه درکول شویده، چی هغه کنفرانس دسیمې دروغتیاپالانو(ډاکترانو) په مینځ کی جوړیږی اوداڅیړی چی روسان اوس ورځ په ورځ په روحې اونفسیاتی مشکلاتواخته کیږی عوامل ئې څه دی؟ اوعلاج ئې څه دی؟ چی نېټه دکنفرانس دپیل کېدود (جون، 26، 2009) دجمعې ورځ ده، اودامکتوب وماته ددوشنبې په ورځ وماته راغی، له ځانه سره فیصله وکړل چی دکنفرانس لپاره تیارۍ ونېسم خویوکاربه کوم اوهغه داچی یوه نسخه قرانکریم به پیداکوم، دسې شنبې (نهې) په ورځ ویوې لابرارۍ ته ولاړم اوقرانکریم می راواخیست؛ چی ژباړه اوتفسیر ئې په روسی ژبه سوی وو، کله چی می دلومړی ځل لپاره خلاص کی دسورت بقرې پرلومړی ایات می سترګې خښې شوې، چی نوېشته وه:
دادالله جل جلاله کتاب دی اوپه دې کې هېڅ شک اوشبه نشته۔۔۔
ډېرخوشحاله شوم چی داسی یوکتاب می ولیدی چی وخدای ته منسوب دی، اودلومړی ځل لپاره زه د (الله جل جلاله) دنامه سره اشناشوم، داځکه چی موږمخکی خدای، یاڅښتن استعمالاوه، اواوس راته معلومه سوه چی ریښتنې خدای ته په عربی کی (الله جلاجلاله) ویل کیږی دې چی ددې نامه سره ډېره مینه شوه، له دې څخه وروسته چی هرځای رااړوم نویوځای نهی بل ځای امریوځای عذاب اوبل ځای جنت ذکرشوی دی چی پرسورت رحمن باندی می چی دقرانکریم (55) سورت دی اوپه اولوڅلورایاتوژباړه داسی ده:
رحمن خدای ښوولی دی قران (هغه چاته چی اراده ئې شوې ده دښوونې دقران)، پیداکړی ئې دی انسان بیایی ورښودلې دی بیان(خبرې چی دزړۀ مقصود ئې پرې اداکیږی)۔
اودقرانکریم دمعناوواومفاهیمونه ډک متن زه دومره کش کړم چی زماترپوهې نه بلکه دهرپوه انسان ترپوهې دامتن لوړدی ، ماپخوداسی فکرکاوه چی ترفلیسوف به هم بل لوړانسان وی، خوزه به قسم واخلم چی دقران یوایات دهرفلیسوف دویناڅخه دومره لوړدی لکه دزمکې اواسمان ترمابین چی واټن دی، دقرانکریم هرځای چی به می رااړوی نوسترګې می نه پرې یخېدلې اودامی تلوسه وه چی بایدټوله وګورم؛ اوداسل په سلوکی راته جوته شوه چی دادبنده کتاب نه دی، له دې څخه ورسته وسورت یوسف ته ولاړم چی دادقرانکریم (12) سورت دی اوداول اودوهم ایاتوژباړه ئې داسی ده:
دایاتونه دی دکتاب واضح روښانه دی، بېشکه چی موږنازل کړیدی داکتاب په دې حال کښې چی قران عربې دی دپاره ددې چی تاسی پوه شی ۔
ددې ایات څخه دوه شیان ماته معلوم شول یوداچی دکتاب (قرانکریم) بېشکه دالله جل جلاله کتاب دی اوبل داچی دقران اواسلام دپوهاوې لپاره عربی ژبه اړینه ده، اوپه دې زه مخکی لاپوهېدم چی په ټوله نړې کی فصیحه ترینه اوخوږه ترینه اومکلمه ژبه ، اوبډایه ژبه عربی ده داصرف یواځی زمانظرنه ده بلکه دیومنلی اوکوټلې حقیقت دی چی هیڅوک که غرب اوکه شرق دی انکارنشی ورڅخه کولی۔
ددې څخه ورسته می فیصله وکړل چی زه به داسلام حقانیت اونه حقانیت معلوموم اوصرف دقرانکریم په څوځایه کتلوسره راته څه معلومه سوه چی کیدای شی اسلام حق وی، زه وکانفرانس ته ولاړم اودرې ورځې می هلته تېرې کړې چی ډېروډاکترانوپکښې ونډه اخستې وه، چی دروسانوروحی فشار څوعوامل درلودلای سی لکه محیطی، ټولنیز، اقتصادي،اوبې روزګارې چی دکانفرانس پایلې په ورځپاڼو، مجلواوتلوېزنوکی نشرشوې، اوهمدارنګه دیووړکی کتاب په بڼه خپورهم شو، ددې دروورځوسفرڅخه وروسته زمابل سفرواوکراین ته پیل سو، چی زماددې دووسفرونوتقریبالس ورځ په برکی واخیستې؛ کله چی زه وکانفرانس ته تلم نوماقرانکریم وخپلې میرمنې (اوکساناسکوموف) ته ورکی اوتوصیه مه ورته وکړه چی ددې مطالعه په پوره ډاډسره وکه، اودې هم دقرانکریم لوستل پیل کړی وه، چی ډېرې اغیزې ئې پرې کړی وې، زما مېرمن مخکی دیوڅه روحی تکلیف ښکاروه اوددې یوعلاج داووچی زه داتل خوشحاله وساتم، چی ددې یوروښانه تکلیف داووچی خوب به ئې لږاوهمېشه ده پرېشانه و، اوقرانکریم پکښې پوره بدلون پکښې راوستی وو، اوهغه داچی یوه ورځ په اوکراین کی دې راته تلیفون وکی چی دومره خوشحاله و،چی ماددې دومره خوشحالې نه وه لېدلې، ډېرزیات ئې راته وخندل اوراته ئې وویل چی هغه کتاب (قرانکریم) چی تاوماته راکی هغه دومره پرمااغیزه وکړه چی زه ښه شوم اوټول روحی تکلیف می لیری شول، ماورته وویل لېونۍ ئې ټوکې مه کوه داڅه راته وایی؟ دې راته په ځواب کی راته وویل چی خوښې می دومره ډېره د ه چی خندازمادواک څخه وتلې ده، اوداطبعی خوشحالې ده، څه حال اواحوال می نورهم ورڅخه وکی اوتلیفون می بندکی۔ کله چی زه اوکراین څخه راغلم چی داکتاب (قرانکریم ) مادومرې لوستی دی هغه ځای ئې راته وښود، اوډېره اغیزه ئی پرماکړېده، اوټولې پرېشانۍ می ختمې شوې، دلابرارۍ (کتابتون) څخه می نورداسلام په باره کی کتابونه راوړل چی په نتیجه کی مااوزمامیرمنې پوره پنځه میاشتې داسلام په اړه څه معلومات لاسته راوړل اوډېرجالب اوخوندئې راکی ښه دعدل اوانصاف، دمینې، پرمختګ پوره خوښې دین دی، اوزه ددې مطالعوڅخه ودې نتېجې ته ورسېدم چی دټولنې دهرجراثیم لپاره په اسلام کی دارودرمل شته۔
یوه ورځ مااوزمامېرمنې (اوکساناسکوموف) دافیصله وکړل چی بایددمسکومرکزی جامع جومات ته ولاړشو، اودخطیب صاحب سره څه بحث وکو، څه معلومات ورڅخه ترلاسه کړو اوکه دادین (اسلام) حق وو اواذل موګټه کړې وه نومسلمانان به شو؛ دکمونیزم څخه موپه دې نفرت ډېرشویدی چی تشدد پکښې ډېر، نشه پکښې ډېره ، حیوانیت پکښې ډېر، دښځوبې عفته کول اوظلم ورباندی کول، اویاکله هم وژل یوه عامه خبره ده، وانسان ته دانسان په سترګه په کمونیزم کی نه کتل کیږی، نودجمعې مبارکې په ورځ موږدواړوداتکل وکړچی دخطیب صاحب سره ووینو؛ زه اوزمامېرمن دواړه ورغلواوداداسی حالت دی چی زمامېرمنې اوماتقریباداسلام په هکله عمومی معلومات لرله اوډېرخوندئې راکړیدی، دغرمې پر (30: 11) بجې هلته ورسېدوخوشبختانه خطیب صاحب موپخپل کورکی وموند په پوره اخلاص ، مینه اوورین تندې سره ئې راته ښه راغلاست ووایه اوداسې کړه وړه ئې راسره وکړل لکه موږچی دده ډېرنژدې خپلوان یو، په ډېرعزت سره ئې په یوه وطاق کښې کښېنولو؛ چی شاوخوائې ټول کتابونه وه، ډېرژرئې اوبه اوڅه شربت چی ډېره خوشبویی درلوده راته راوړل ، ماسمدستی دخپل ځان اوخپلې مېرمنې تعارف ورته وکی چی دی (خطیب صاحب) دومره خوشحاله شوچی اندازه نه لګیده۔
ما ټوله کیسه ورته وکړل چی داسی وکلیساته ولاړم، بایبل می وکتی اوبیامی قرانکریم وموندی او۔۔۔۔۔۔ زمامیرمنی هم ډېرڅه ورته وویل له دې څخه وروسته خطیب صاحب زموږداحساساتواوکارڅخه ډېرخوشحاله شو اوراته ئې وویل که هره پوښتنه داسلام ، قرانکریم په هکله لری په پوره خلاص زړۀ سره کولای سی؛ ماورته وویل چی زه یوڅوپوښتنې لرم:

نېکولای سکوموف: اسلام دخدای په هکله څه وایی؟
خطیب صاحب: خدای جل جلاله یواوشریک نه لری، خدای جل جلال موجوددی، دی مووینې اوموږئې نه وینو، داټول اسمانونه، ځمکې، شمسې نظام اوټول کاینات ده پیداکړیدی، دی ددې ټولوموجوداتوخالق، مالک اوحقیقی رازق دی؛ داهرڅه دده په اراده سره کیږی ، که څوک پیداکیږی اویاهم مړکیږی داټول دده په لوړقدرت سره ترسره کیږی، دی وهیچاته احتیاج نه دی اوټول موجودات وده ته محتاج دی۔ دې نه دچاڅخه پیادسوې دې اونه هم له ده څخه څوک پیداکیږی، دې بې مثله دی، اودده شریک نشته اونظیرهم نشته۔

نېکولای سکوموف:داځمکه اواسمانونه اوټول موجودات په طبعي ډول دمادې (اتوم) څخه پیداسویدی اوکه څنګه؟
خطیب صاحب: تاسې داسی نظرلری چی داټوله موجودات له یوې مادې څخه پیداسویدی، اول زه ودې ته راځم چی ماده یوه بې روحه اوبې حرکته شی ده، اوداڅنګه امکان لری دیوې بې روحه شی څخه دی په زرهاووقسمه ژوندې موجودات، په میلیون هاووقسمه نورخوځنده اجسام اوانسانان دی له همدې بې روحه مادې څخه پیداسی، ماده روح نلری اوژوندې موجودات روح لری؛ انسانان عقل لری اوماده عقل نلری، ودې مرغانواوڅارویوته دافکرچاورکی، انسان خولاپرېږده یوډېروړوکی کب په دې دومره دریاب خپله موراوپلارڅنګه پېژنې ودې وړوکې کب ته داعلم چاورکی، داتقسیم چاوکی چی څاروی به واښه خوری، څیرونکی ژوې به خپل ښکارکوی اواومې غوښې به خوری، اوانسانان به هرڅه چی ئې خوښه وی څه به خام خوری اوڅه به پخوی، داټول دیوه ذات په واک کی دی، اوبالکل غلته اوغیرعلمې ده چی یوه ماده چی روح نلری، سترګې نه لری، فکرنلرې اوعقل نلری یوداسی شی دی پیداکاندی چی هغه دې ترمادې ستراولوړوی۔

نېکولای سکوموف: ایادستوروځمکې اوکهکشانوحرکتونه هم دخدای په واک کی دی؟
خطیب صاحب: داګلاس زماومخته پروت دی ولی حرکت نه کوی؟ داموټرولی بېله موټروانه نشی حرکت کولای؟ هیڅ شی بېله ارادې دالله جل جلاله دیوې زرې په اندازه خوځښت نشی کولای اوحتی یوانسان بېله دالله جل جلاله له ارادې نه پرته خپل باڼونشی بندولای داهرڅه حرکات، پورته کښته اوهرڅه دالله جل جلاله په قدرت کی دی۔

نېکولای سکوموف: موږخوهرهغه شی چی په سترګووینوهغه منو، اودادکموینزم یوه مفکوره ده، خدای موږنه وینونوځکه ئې نه منو؟
خطیب صاحب:په نړې کې ډېرشیان شته چی تانه دې لېدلې اوشتون لری نوددې مطلب دانه شو چی هغه نشته، دځمکې په کُره کې ډېرهیوادونه شته مګرتا ټول نه دې لیدلې البته شته، اوکه ته داپوښتنه وکې چی خدای جل جلاله خوهیچا هم نه دې لیدلې نوداڅنګه شته؟ ځواب ئې ډېرساده دی، موږپه دې عقیده یوچی درد په بدن کې سته مګرکوم ډاکټرپه کوم لابراتوارکی درد لیدلی دی، هیڅ څوک ئې نشی لیدلای ؛ خوشحالې شته مګرهیڅ څوک ئې نشې لیدلای، خفګان شته اوهیڅ څوک ئې نشې لیدلای اوکه یوڅوک ددې (درد، خوشحالۍ، خفګان ) څخه انکاروکی نوفورا به تاسې ډاکټران ورته لیونۍ، بې وقوفه اوبې مغزه سړی ووایاست، لکه څرنګه چی ددرد، خفګان اوخوشحالۍ اثرات په ظاهره کی معلومیږی اودوی نه معلومیږی نو همدارنګه دالله جل جلاله دقدرت اغیزې اونښانې وهرچاته جوتې اوڅرکندې دې،مګرالله جل جلاله نه شولیدلای؛ هم په اسمانوکی اوهم په ځمکه کی دده دقدرت نښانې شتون لری، شپه راوستل، ورځ راوستل، فصلونه راوستل اوداهرڅه چی په دې نړۍ کی کیږی داټول دیوه الله جل جلاله دپوره قدرت نښې نښانې دی چی داداسنان ترعقله لوړې دې۔ دمورپه ګېډه کی دماشوم وتکامل ته وګورونوسړې ورته حیران کیږی، هغه څه چی قرانکریم (1400) کاله مخکی څه ویلی دی هغه ټول اوس ټوله د (ایمبرالوجی) پوهانوتصدیق کړی دی اوپه داسی وچ دښت اوبیابان کی څوک په دې پوهېده چی انسان اول نطفه، بیا وینه، بیایوه ټوټه غوښه، بیاهډوکې اوبیاغوښې سی، یواځی تاسی ډاکتران موږته وایاست چی سترګه په څلوېښتمه مرحله کی وخپل بشپړحالت ته رسیږی داټوله دیوه ذات الله جل جلاله په واک کی دی اوبس۔

نېکولای سکوموف: عیسایان وایی چی عیسی علیه سلام زموږدګناهون کفاره ده تاسی څه نظرلری؟
خطیب صاحب: داعقیده غیرانساني اوغیرمعقوله دی، اوس په ټوله روسیه کی وګوره چی هرچاجنایت اوجرم وکی نوپولیس هغه سړی تعقیبوی اومجازات کوی ئې، اوداسی هیڅ کله په دې بشري قانون کی نه ده پېښه شوی چی یوچادی قتل کړی وی، اودهغه پرځای دی دهغه ورور، پلار اویابل دوست مجازات سوی وی، نوپه الهی قانون کی خوددې تصورنشې کېدای، داځکه چی داډېرغټ ظلم اوتېرې دی، اوخپله که تاسی خپله بایبل وګور په هغه کی په واضحه توګه سره لیکل شویدی چی : زوی دپلاراونه هم پلاردزوی دبدواعمالوپه وسیله مجازات کیږی۔ داخپله ددوی دمقدس کتاب ایات دی، اوداسی بې هوده خبرې په حضرت عیسی علیه سلام پوری تړل اویاو الله جل جلاله منسوبول ډېره ګستاخې ده؛ داڅنګه عدل، اوانصاف دی؟ اوداڅنګه عقل اودماغ دی چی داخبره دی ومنې۔

نېکولای سکوموف: دحضرت عیسی علیه السلام په هکله تاسې څه وایاست اوایمان پرې لری؟
خطیب صاحب: حضرت عیسی علیه السلام داولعزم پېغمبرانوڅخه یوپېغمبردی، هغه دبې بې مریمې رضی الله تعالی عنها زوی دی، هغه پلارنه لری، لکه عیسان چی وایی، حضرت ادم علیه سلام ئې بې موره اوبې پلاره پیداکی اوحضرت عیسی علیه سلام ئې بې پلاره پیداکی، هیڅ مسلمان مسلمان کېداې نشی ترڅوپه دې ایمان ونه لری چی حضرت عیسی علیه سلام دالله ُپیغمبردی، هغه ته دالله جل جلاله له خواڅخه انجیل ورکول شویوو، اوهرمسلمان به په دې ایمان لری چی هغه دالله جل جلاله په امرسره دبې بې مریمې رضی الله عنها څخه بې پلاره پیداسو، اوپه دې به هم ایمان لری چی هغه دالله په امرسره مړې، ژوندې کوله، مورزاده ړانده ئې بېناکول، دجذام اوپیس ناروغان ئې علاجول۔۔۔چی داټول شیان زموږپه قرانکریم کی راغلی دی، اوحضرت عیسی علیه سلام الله جل جلاله واسمانوته پورته کړ اوبیابه راځی اوڅه نوی شی ورسره نشته اوداخری پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دین به تبلیغوی؛ دایوه خبره په اخرکی درته کوم که تاسی دعیسایانوڅخه پوښتنه وکی چی مسلمانان پرحضرت عیسی علیه سلام ایمان لری نوتاسی ولی پرحضرت محمدصلی الله علیه وسلم ایمان نه لری؟ نودوی هیڅ ځواب نلری۔

نېکولای سکوموف: ایاحضرت عیسی علیه سلام خدای دی؟
خطیب صاحب: نه هیڅ کله نه! هغه دالله جل جلاله بنده اوزموږپه شان انسان وو،
که دوی په دې سره عیسی علیه سلام ته خدای وایی چی هغه دخدای په یوه امرسره بې پلاره پیداسویدی نوولې حضرت ادم علیه سلام خدای نه بولې چی هغه نه پلاردرلودل اونه هم مور، اوکه دوی حضرت عیسی علیه سلام په دې خدای بولی چی الله جل جلاله معجزې ورکړې وی نومعجزې ئې وحضرت موسی علیه سلام ته هم ورکړې وی اونوروډېرانبیاء علیهم السلام ته نوهغوی ولی خدایان نه بولې، داددوی یوه بې بنیاده اوبې بنسټه عقیده ده، تاسی لږشانته فکر وکی، دوی وعیسی علیه سلام ته پلارمنسوبوی، دوی پرخدای عقیده لری که الله جل جلاله ټوله ځمکه اواسمانونه پیداکولای شی اوحضرت ادم علیه سلام بې موره اوبې پالره پیدکولای شی نوحضرت عیسی علیه سلام بې پلاره نشی پیاکولای !!دایوانسانې فطرت دی ، یوداسی څوک چی خوراک کوی، څیښاک کوی، دردلری، خوشحالې لری اوټول انسانې ضرورتونه لری اوبیادی خدای سی، که خدای وی، نوانسانۍ خواص ولی لری، اوکه انسان وی اوپرانسانیت ئې ټوله عیسایت اعتراف کوی نوبیادی خدای کېدای نشی۔اوپه ټوله بایبل کی حضرت عیسی علیه سلام نه دی ولې اونه ئې هم هیڅ کلیسا اوپاپ راته ښکاره کولای سی چی حضرت عیسی عیله سلام ویلی دی چی زه خدای یم اوزماعبادت وکی۔ دادوی له خپله ځانه څخه جوړکړی ده۔

نېکولای سکوموف: ایاداخرت ورځ ، جنت، دوږخ مکافات اومجازات شته؟
خطیب صاحب: یوڅوک ترهغه پوری مسلمان کېدای نشی چی پردې ایمان ونلری اوپردې دهرمسلمان ایمان دی چی داخرت ورځ راتلونکې ده، زه اوس ددې نړۍ یوډېرښه مثال درکوم که په روسیه کی یوډاکتر، انجینر، ساینس پوه یوه اختراع وکړې، څیړنه وکی، اویا بل ډېرښه کاروکی ایاحکومت ورته انعام نه ورکوی؟ دنوبل نړیواله جایزه څوک ګټې؟ په طب کی ئې یوڅوک ګټی، په ادب کی ئې بل څوک ګټی اوهمداسی نور۔۔۔ اودبل لورې نه داهردولت دامحبسونه (بندې خانې) دڅه لپاره جوړکړېدې، دولت چاته مکافات ورکوی اوچاته مجازات ورکوی؟ دادومره پولیس اونوره قوه څه کوی؟ داهرڅه دهغومجرمینولپاره دی چی دولت ددوی دناوړوکړووړوپه نېیجه کی ورته سزاورکوې دقاتل یوه سزاده، دغله بله سزاده، دقانون ماتونکې بله سزاده اوداسی نور۔۔۔۔
نوالله جل جلاله چی داټول کاینات پیداکړیدی دائې داسی بېهوده نه دی پیداکړی، وهرچاته الله جل جلاله فکراودماغ ورکړی دی چی خپله فیصله دلته وکې، چی ښه کارکوی اوکه بدکه یوچاښه کاروکی، اودالله جل جلاله ودین ته ئې غاړه کښېښوده په اسلام مشرفه شونوجنت ته به ولاړشی، اوهغه نعمتونه به ئې ورپه برخه شی چی انسان دهغه تصورنشی کولای؛ اوکه یوچادالله جل جلاله سره دبغاوت اعلان وکی، دهغه دقانون څخه سروغړاوه، دنعمتونوشکرئې ونه ایستی اومسلمان نه شو نوالله جل جلاله به هغه سزاپه دوږخ کی ورکی چی دهغه بیان سړی په دې دنیاکی نشی کولای، نوکه په لنډوکی درته ووایم دقیامت ورځ، جنت، دوږخ اودمرګ څخه وروسته ژوندپردې باندی زموږایمان دی، اودقیامت ورځ دمکافاتواومجازاتوورځ ده۔

نېکولای سکوموف: قران اوبایبل څنګه پرتله کوی؟؟؟
خطیب صاحب: قرانکریم دالله جل جلاله کتاب دی چی الله جل جلاله پرحضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم دحضرت جبراېېل علیه سلام په واسطه نازل کړیدی، چی په دې کتاب کی دژوندټول اوامر، نواهی اواحکام شتون لری؛ په زرهاووایاتونه دساینس په هکله پکښې دی، قرانکریم دبایبل په شان دیهودواویاغیریهودودشجرو، دقومونودبحث اوبې معنې خیالاتواوافکارومجموعه نه ده؛ بایبل خوپخپلولاسونوباندی مختلفوخلکولیکلی دی، چی دژوند، دټولنې دپرمختګ لپاره هیڅ پکښې نشته، که ته دقرانکریم پوره مطالعه وکی نودرته معلومه به شی چی په قرانکریم کی څومره ملغلرې اوعلوم شته۔ دقیامت ترورځې پوری چی څومره انسان ترقې کوی په قرانکریم کی (1400) کاله مخکی لاوړاندوینه کړیده؛ که په لنډوکی درته ووایم قرانکریم ددې دنیااوداخرت دټولومشکلاتوحل دی۔
مېرمن سکوموف: تراوسه ما اسلام نه دې راوړی مګردقرانکریم په صرف لوستلوسره می ټولو پرېشانیوته دپای ټکی کښېښودل سو، اوحال داچی زه دډېروخته راهیسی خفګان لرم داولی؟
خطیب صاحب: لکه څرنګه چی دادالله جل جلاله کتاب دی، اوپه دې کی شک نشته، نوځکه ئې اغیزه هم لوړه ده، اودادقرانکریم معجزه ده، اوالله جل جلاله په قرانکریم کی وایی، چی ماداقرانکریم نازل کړیدی اوقرانکریم ستاسولپاره هم باطنې شفاء ده، اوهم ظاهرې شفاء ده، او په دې کی شک نشته چی قرانکریم دټولوناروغیوپوره دارودرمل دی؛ اوبل ځای الله جل جلاله فرمایی، چی ای خلکوتاسی خپل زړونه په ذکرسره (قرانکریم) سره په اطمنان کی راولی، مطلب داچی کومه پرېشانې، یاروحی تکلیف لری نودقرانکریم په صرف ویلوسره الله جل جلاله وتاسوته پوره سکون اواطمنان درپه برخه کوی، داځکه چی دادالله جل جلاله وینااوقول دی اودالله جل جلاله ټول کلام حق دی اوپه دې کې هېڅ شک نشته۔

ددې پوښتنودځوابولوڅخه وروسته خطیب صاحب وویل چی زه اوس دجمعې دلمانځه داداءکولولپاره تیارۍ نېسم اورخصت درڅخه اخلم، دلمانځه څخه وروسته بیاهروقت تاسی راتلای سی، اوخطیب صاحب درخصتیدوپرمهال راته وویل چی تاسی به ځی نه تاسې زموږمېلمانه یاست اوستاسودډوډۍ انتظام شویدی، موږټینګاروکی چی ولاړشومګردهغه زوی چی یوتنکی ځوان وو ډوډۍ راوړل چی موږنورهم ورڅخه اغیزمن شو، دډوډۍ خوړلووروسته وکورته راغلودااونۍ موهم داسلام په اړه ډېرې مطالعې وکړې، چی ودې پاېلوته راورسېدوچی راتلونکې جمعه به په جامع جومات کی دواړه ایمان راوړو؛ دخطیب صاحب سره موتلیفونی رابطه وه، هغه څه لوازمات چی راته ئې ویلې وه هغه مووکړل لکه غُسل کول، اوزمامېرمنې ته ئې دحجاب کولووویل چی هغې داکارپه خوښۍ سره ترسره کړ، دلمانځه څخه وروسته پرهغه وخت ورغلوچی کوم وخت خطېب صاحب راته ښودلې وو، موږومسجدته ورغلوخطیب صاحب مخکی لاوخلکوته ویلی وو، نوټول په ارامه ناست و، اوموږدواړودناستوخلکوپه وړاندی چی د(اشهدان لااله الاالله واشهدان محمدعبده ورسوله) کلمه وویله؛ خطیب صاحب یوڅه تقریرهم وکی چی زړونه ئې و ښورول اوپه اخرکی ئې داوښکورڼاله ورایه په سترګوکې جوتېده۔
لکه څنګه چی زه روحی اونفسیاتی ناروغیوډاکتریم نوهغه ناروغانوچی څه (Depression) درلودی وهغوته می هغه ایاتونه چی خطیب صاحب راښودلې وه ورته وویل چی ډېره ګټه ئې ورته وکړل چی په نتېجی کی زماپه لاس باندی (13) نورنفره چی (7) ښځې او(6) ئۍ نارینه وه داسلام په مبارک دین مشرفه شول چی اوس موږټول خوښ یو۔ هغه ذات ته دې پاکې وې چی موږئې هدایت کړو۔
ما پخپله خوښه سره خپل نوم (اسلام محمدوف) اوزمامېرمنې پخپله خوښه سره دخاتم الانباء حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دلوړۍ ښځې حضرت بې بې خدېجې رضی الله عنها، چی دمسلمانانومورده، دهغې نوم ئې پرخپل ځان (بې بې خدیجه ) کښېښوده
له دې څخه ورسته په اخباروکی په ماپسې داسی بیانونه راغلل چی ډاکترنېکولای سکوموف لېونی شوی دی، اودماغی توازن ئې دلاسه ورکړیدی اوڅه چټی شیان چی ددوی په وس کی وه هغه ئې زماپسې خپروله چی وروسته یوه میاشت مسلسل ماپه ورځپاڼو، مجلواوتلوېزنوکی د (ماپه ړاندوسترګواسلام نه دی قبول کړی!!؟) سرلیک لاندی بیانونه ورکړل اودخلکووپوښتنوته می دلوی الله جل جلاله په پوره مرسته سره ځوابونه ورکړل ؛ اووخلکوته می هرځلې ویل چی زه مخکې لېونې وم اوس سم شوم ، اوحتی داسی هم پېښه شوه چی دوویادرونفروته مه دبحث کولوموقع هم ورکړل چی زماسره دې زماپرمسلمانېدوباندی بحث وکی، چی زه پرحق یم اوکه نه یم؛ چی دحقیقت په څرګندولوسره بیازه یوه الله جل جلاله دټولومشکلاتوڅخه خلاص کړم۔