د برتانوۍ شهيدې ويرلړلى داستان
د سوات په مينګوره كې د تيرې دوشنبې (۲۲ فبروري ۲۰۱۰) ځانمرګي بريدهغه برتانوۍ مېرمن هم ووژله، چې څو کاله مخکې مسلمانه شوې وه او د سوات له يوه اوسېدونكي سره يې واده كړى و.
برتانوۍ بلينډه ګارډينل نژدې دوه كاله وړاندې د سوات له يوه ځوان يحيى خان سره چې په برتانيه كې اوسېدى واده كړى و.
نوموړې تر واده وړاندې اسلام منلى و او پر ځان يې آمنه خان نوم ايښى و، پنځه څلوېښت كلنه آمنه خان په برتانيې كې د يوه روغتون كاركوونكې وه.
يحيى خان تر واده وروسته پاكستان ته راغى تر څو خپله مېرمن راوغواړي، او دلته د هغې د راتګ لپاره د سندونو او كاغذونو په جوړولو لګيا شو، دا د هغه مهال خبره ده چې په سوات كې د طالبانو پر وړاندې سخته جګړه روانه وه، او حالات ډېر كړكېچن وو.
د ۲۰۰۸ د اګست پر ۲۲ مه چې كله يحيى خان د اسلام اباد څخه مينګورې ته را ورسېدى، په شپه كې د ګرځلاو د بنديز له امله موټر نه ورپيدا كېدى،په دې وخت كې يې د خپل يوه زاړه انډېوال امين چې مرستيال ناظم و موټر په سترګو شو، د هغه سره كښينستى او خپل كلي ننګوالي ته روان شو، همدا چې ډيرۍ ته ورسېدل طالبانو بريد پر وكړ، په موټر كې ناست څلور سره كسان يې ووژل چې يو يې يحيى خان و.
ځايي خلك وايي چې د موټر څښتن امين د طالبانو خلاف د امن كميټې چارواكى و او په هماغه ورځ د همدې كميټې پر يوه كاركوونكي بريد شوى و.
آمنه خان چې د خپل خاوند په وژنه خبره شوه، نو غوښتل يې چې ژر تر ژره پاكستان ته راشي، خو د سوات د خرابو حالاتو له لاسه د يحيى خان كورنۍ د هغې د راتګ مخنيوى وكړ.
په دې وختونو كې د يحيى خان د كوشني ورور سيداحمدخان او آمنې تر منځ ټيلفوني اړيكې روانې وې.
سيداحمد خان وايي چې ورېندارې يې د ده له ورور سره ډېره مينه كوله، او زياتره به يې د هغه وختونو كيسې كولې چې دوى په ګډه تېر كړي وو. دى وايي چې يوه ورځ مې ورېندارې خپله په ټيلفون كې د واده وړانديز راته وكړ، ځكه چې هغې اسلام منلى و او اوس يې په برتانيې كې د كوم بل چا سره واده نه شواى كولاى، دې راته وويل كه چيرې ستا خوښه وي نو موږ دواړه واده كولاى شو.
د سيداحمد په وينا چې وروسته زموږ د كورنۍ په خوښه زموږ واده سره صحيح شو، د فبروري پر نهمه آمنه خان پاكستان ته راغله، او په دې سبا يې په سوات كې زموږ واده وشو.
ده وويل چې په دوشنبه موږ دواړه په موټر كې د چكر لپاره مرغزار ته تللي وو، د هغې خوا چې راتلو په نشاط چوك كې د رش له لاسه بند پاته شوو.
موږ په خپل منځ كې بانډار كاوه، په دې وخت كې يو ناڅاپه د چاودنې ږغ شو، ما شا ته وكتل زموږ د موټر د شا د سيټ ښيښه ماته وه، هلته چې آمنه خان ناسته وه.
آمنې يو ځل زما خوا ته ډېر عجيبه وكتل او بيا يې خپل سر په ارامه پر سيټ كښېښوى، زه ژر له موټره كښته شوم او د شا سيټ ته مې ور منډه كړه، په دې وخت كې يو دم د موټر په ټانكۍ كې اور ولګېدى او يوه چاودنه هم وشوه، له دې سره ټول موټر د اور په لمبو كې وسوځېدى.
سيداحمد خان په ژړا وويل چې ما د هغې د ژغورولو لپاره پوره هڅه وكړه خو آمنه ټوله په اور كې سوځېدلې وه.
ده وويل چې په اور يې د لاسونو د ننه ايستو له امله د سر او لاسونو ورېښته سوځېدلې او د بدن نورې برخې يې هم زخمي شوي دي.
نوموړي دا هم وويل چې آمنه په پاكستان كې ډېره خوشاله وه، د لمانځه او روژې ټينګه پابنده وه، او په سوات كې يې د حجاب او پردې هم پوره خيال ساتى.
ده وويل د آمنې د ورور او برتانوي لوړ رتبه هيئت_ اسلام اباد په اجازه يې د هغې جنازه په سوات كې وكړه، او د خپل لومړي خاوند يحيى خان په څنګ كې يې خاورو ته وسپارله.
د آمنې په جنازه كې د سيمې په زرګونو خلكو ګډون كړى و، همدارنګه د ښوونځيو كوچنيو نجونو او هلكانو بېرغونه په لاس كې اخيستي وو چې آمنې يې په ډېرو ښكلو تورو لمانځلې وه.