کور / کتاب / د افغانستان تاریخی اطلس او مرور کوتاهی بر تاریخ افغانستان و قضیه پشتونستان چاپ سوه

د افغانستان تاریخی اطلس او مرور کوتاهی بر تاریخ افغانستان و قضیه پشتونستان چاپ سوه

دا دوړه کتابونه د عتیق پاڅون اثار دي چي په لاندې توګه معرفي کیږي:

لمړی اثر: د دې کتاب نوم دی « مرور کوتاهی بر تاریخ افغانستان و قضیه پشتونستان».
دا اثر په دری ژبه برابر آو چاپ شوی دی چه درې برخې لري:
الف – د افغانستان تاریخی حوادثو ته یوه لنډه آو انتقادی کتنه. لیکوال د افغانستان د وروستیو حوادثو په هکله خپل د سترګو لید بیانوي.




ب – د افغانستان له خاورې نه د هغې د یوې لویې برخې د بیلیدلو عوامل. د استعمار هغه دسیسې آو توطیې چه په افغانی بیلو شوو خاورو آو د هند د اشغالی خاورو په یوه برخه کې د پاکستان په نامه د یوه نوی دولت د جوړیدلو سبب شوې، هغه پروبلمونه آو مشکلات چه دا نوی جوړ شوی هیواد یې د خپلې بقا د پاره آو همدا رنګه د خپلو استعماری بادارانو د سیاسی، استراتیژیکوآو اقتصادی منافعو د پاره آو د هغو په اشاره آو هدایت نه تنها خپلو دواړو ګاونډیانو هند آو افغانستان بلکه ټولې نړۍ آو نړیوالو ته ور پیښوي.
د پشتونستان (هغه افغانی خاورې چه د دریو استعماری جنګونو آو دریوو استعماری آو تحمیلي موافقه لیکونو په نتیجه کې موقتاً د افغانستان له وجوده جلا کړل شوي دي) د پروبلم د حل لار.
پ – د صدیق فرهنګ کتاب «افغانستان در پنج قرن اخیر» ته یوه انتقادی کتنه.

دوهم اثر: د دې کتاب نوم دی « د افغانستان تاریخی اطلس».
دا اثر په پنځو ژبو پښتو، دری، انګلیسی، آلمانی آو روسی لیکل شوی چه په پښتو، دری آو آلمانی ژبو چاپ آو د انګلیسی آو روسی ژبو چاپ یې تر لاس لاندې دی چه ډیر ژر به چاپ آو ګرانو ویونکو ته وړاندې شي.




دا اثر له دې لاندې برخو نه جوړ شوی دی:
الف – د افغانستان د تاریخ کرونولوژی (د هیواد مهم تاریخی حوادث له 20.000 ق.م نه تر اوسه پورې د کال په ترتیب).
ب – د افغان پر ځمکه د ټولو افغانی دولتونو نقشې.
پ – له افغانستان نه بهرافغانی دولتونه.
د نقشو پر شا د مربوطې کورنۍ د پاچایانو نومونه، د سلطنت کلونه، د پاچایانو تصاویر، د هغوی سکې آو همدا رنګه هغه تاریخی آثار چه هغوی له ځانه پری ایښي دي لیکل آو انځور شوی دي.
ت – د افغانستان د حرب د تاریخ ډیر مهم نظامی کمپاینونه.
ج – پر افغانستان باندې د بهرنیو تیریو د کرونولوژی اړوند نقشې آو د افغان ځمکو غصب آو نیونه د نورو له خوا.
چ – افغان ملی بیرغونه (1900 – 2010).
د – پښتو آو دری اطلسونه بر سیره پر دې د (د نړۍ هینداره آو آیینه جهان) په نامه د نړۍ د هیوادونو په هکله د مکمل معلومات لرونکي هم دی.

دا اثر چه مؤلف د هغه په برابرولو آو لیکلو له لسو کلونو نه زیات کار کړی آو زحمت یې ایستلی له ګرافیک، مصور آو لیکل شویو برخو څخه عبارت دی چه د لُمړي ځل لپاره د افغانستان یو تاریخی اطلس آو هغه هم په پنځو ژبو په جلا جلا توګه په رنګه شکل برابر آو چاپیږي.

0049(0)69 15029483 د لُمړي کتاب بیه 10 ایرو او د دوهم کتاب بیه 15 ایرو ده: دوستانه بازار
2024063 00496103:
Atiq_pazun @yahoo.de