کور / شعر / غزل

غزل

ژوندون له تا پيلوم، مانا له تا اخلمه
ګرانې ړندو سترګو ته،رڼا له تا اخلمه

تا مې خپل لمونځ ګڼمه،راحت هم تا کې وینم
احساس هم ته رکوې ،دعا له تا اخلمه

راشئ هغه وګورئ،ګلاب مې یار ته وایی
وږمه له تا اخلمه،ښکلا له تا اخلمه

بیلتون تورمخي په بدرنګه غږ کې ما ته ویل
تا له اشنا اخلمه،اشنا له تا اخلمه

رستمه پوه به نه شې،یولغمان چل کومه
ژړا پرتا درسپارم،خندا له تا اخلمه