کور / کتاب / مومند ټولني ۸ کتابونه چاپ کړل

مومند ټولني ۸ کتابونه چاپ کړل

په جلال اباد کې مومند خپرندويه ټولنې تازه خپاره کړي!
 ١- دحضرت محمد(ص)معجزې اودمعراج شريف پيښه.چې ترکي ليکوال بديع الزمان سعيد نورسي ليکلې او هجرت الله اختيار ژباړلې دى.
٢- پر ليکه شويو پوښتنو ځوابونه چې دډاکتر ذاکر نايک له لورې ليکل شوى او شفيع الله تاند ژباړلې په دويم وار چاپ او خپور شويدى.
٣- غوښين خواړه هم دډاکتر ذاکر نايک ليکل شوى اثر دى چې دڅيړنيارې عاقلې سعادت له لورې پښتو ته رااړول شويدى.
٤- اسلام دکايناتو دين دى ،دا هم دډاکتر نايک اثر دى چې شفيع الله تاند پښتو کړى او په لومړي وار په دوه زره ټوکه کې چاپ او خپور شوى.
٥- دعوت يا تباهي دا هم د ډاکتر نايک اثر دى چې شفيع الله تاند پښتو کړى دى.
٦- دبلا لاس دځوان شاعر سميع الله تړون شعري ټولګه ده چې په دوه زره ټوکه کې چاپ شويده.په دې ټولګه کې دتړون خورا په زړه پورې غزلې او نظمونه راغلي دي.
٧- دواورى سړى دنصير احمد احمدي دلنډو کيسو ټولګه ده چې خورا په زړه پورې کيسې پکې ځاې کړل شويدې.
٨- ياد دځوان شاعر سردار ولي څرک دويمه شعري ټولګه ده چې په زړه پورې غزلې نظمونه او ازاد شعرونه پکې شته
ددې ټولو کتابونو چې دمومند خپرونديه ټولنې دمشر نصير الله مومند په هڅو او زيار خپاره دچاپ په ګاڼه پسولل شوي لوستل بې ګټې نه دي،پښتو ژبې ته دچوپړ په لارکې دکتابونو چاپ پر مومند خپروندويه ټولنه او لوستل يې پرتاسو.