کور / کتاب / علامه رشاد خپرندويه ټولني پنځه ټوکه کتابونه چاپ کړل

علامه رشاد خپرندويه ټولني پنځه ټوکه کتابونه چاپ کړل


 علامه رشاد خپرندويه ټولنه چي د تېرو پنځو کلونو را په دې خوا په کندهار کي پخپل فرهنګي او کلتوري فعاليت بوخته ده، د هماغه پيل څخه يې تر نن ورځي پوري پنځوس ټوکه ادبي، تاريخي، علمي، ژبني او کلتوري کتابونه خپاره کړي، او تر څنګ يې د تقريبا دېرشو ټوکو بېلابېلو هغو کتابونو چاپ چاري تر سره کړي چي د نورو کلتوري او فرهنګي ټولونه له خوا خپاره سوي دي.
 ياده سوې ټولنه متعهد ده چي تر خپله وسه د خپل کلتور او فرهنګ پاللو لپاره هراړخيزه فعاليت وکړي، څو وکولاى سي د دغي لاري خپل ولس او هيواد ته د خدمت کولو جوګه سي، د دغو فعاليتونو په لړ کي يې لاندي پنځه ټوکه نوي کتابونه خپاره کړي، چي په دې ډول يې تاسو درنو لوستونکو ته معرفي کوو:



١ – ځوان کلونه ناځوان وختونه (شعري ټولګه)
 دا د ځوان شاعر ښاغلي سعيد لودين لومړۍ شعري ټولګه ده، چي د ١٤٠ مخونو په شمېر د يادي سوي ټولني له خوا د زرو ټوکو په تېراژ تازه خپره سوې، پر نوموړې شعري ټولګه باندي د اوسمهال د شعر د کاروان د سرلاري ښاغلي عبدالباري جهاني، ښاغلي عبدالغفور لېوال او ښاغلي عبدالقديم پتيال له خوا سريزي ليکل سوي، تر څنګ يې خپله شاعر هم د خپلي دې مجموعې په باب يوه لنډه يادونه کړې.
 په دې ټولګه کي زموږ د پردېس شاعر ښاغلي لودين غزلي، آزاد شعرونه او نظمونه خپاره سوي، چي د کندهار په اوسني شعري بهير کي د ښاغلي لودين دغه اضافه خپل ځانګړى مقام لري، او موږ ښاغلي لودين ته د دې ټولګي د چاپېدو مبارکي وايو او لوستونکي يې د تر لاسه کولو لپاره رابولو.


٢ – د لومړي افغان – انګليس جنګ مقدمه (تاريخي ترجمه)
 دا اثر د ښاغلي ډاکټر افضل اقبال له خوا ليکل سوى او د انګرېزانو سره د افغانانو د لومړي جنګ په باب خورا ناويل سوي اړخونه په ډېره ښکاره او واقعيت ته نژدې ژبه بيانوي، د ښاغلي اقبال دغه اثر زموږ د تکړه ژباړن او ليکوال ښاغلي محمدنسيم سليمي له خوا په ١٨٤ مخونو کي ترجمه سوى، د ښاغلي نسيم سليمي دا دريمه ترجمه ده چي د خپل زيار او مصروفه ژوند په جريان کي يې پر پښتو ژبه لورولې، تر دې مخکي د ښاغلي سليمي دوه ترجمه سوي کتابونه هر يو : د پلار ليکونه لور ته او په افغانستان کي د يوه بندي خاطرات خپاره سوي، او تر څنګ يې د (پښتو متلونه) په نوم يو بل غنيمت تاليف هم لري چي څو کاله مخکي چاپ سوى، د ښاغلي سليمي دغه ترجمه به افغان تاريخ ليکونکو ته پخپله ژبه خورا غنيمت مواد په لاس ورکړي، څو هغوى وکولاى سي د دغه اثر په مټ د لومړي افغان  – انګرېز جنګ په باب خورا مستند او واقعي اسناد تر لاسه کړي. د ښاغلي سليمي دغه اثر د زرو ټوکو په شمېر د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا خپور سوى، چي ياده سوې ټولنه ښاغلي سليمي ته د دغه اثر د چاپ مبارکي وايي او د تاريخ مينه والو ته يې د يوه تاريخي سوغات په توګه وړاندي کوي.



٣ – په کندهار کي د کورنۍ جوړښت (څېړنه)
 دا د پښتو د تکړه ليکوال او خوږ ژبي څېړونکي ښاغلي کانديد اکاډمسين م. ظاهر افق څېړنيز اثر دئ، چي په پيل کي يې د کورنۍ پر جوړښت خورا په زړه پوري څېړنه سوې، په دوهمه برخه کي د ښاغلي افق له خوا په کندهار کي د يوې کورنۍ د غړو تر منځ پر روابطو او وروسته د نوموړي کورنۍ د نورو اعضاو او خپلوانو تر منځ پر اړېکو باندي خورا خوندور تحقيق سوى، او په يوې کورنۍ کي يې د هر غړي مسئوليتونه، صلاحيتونه او دندې په ډېره نرمه او خوږه ژبه څېړلي، چي د کندهار د کلتور او فرهنګ څېړلو په اړخ کي به د ښاغلي افق دغه اثر د يوه غمنيت ماخذ په توګه کار وکړي. د ښاغلي افق صاحب دغه اثر په ١٣٦ مخونو کي د زرو ټوکو په تېراژ د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا په ډېر ښکلي صحافت او برابره کچه خپور سوى. موږ ښاغلي افق صاحب ته د دوى د دغه اثر د دوباره چاپ تبريک وايو او د کندهار په باب د ليکلو کتابونو پر کوټه د دغه مغتنم اثر اضافه درنو مينه والو ته وړاندي کوو.



٤ – آراکوزيا (کندهار)
 دا د کندهار په باب د ليکلو آثارو په لړ کي د ارواښاد عبدالقدوس نجيب کندهاري په قلم ليکلى اثر دئ، چي په دوو برخو کي ليکل سوى، لومړۍ برخه يې تر اسلام مخکي د کندهار وضعيت څېړي او دوهمه برخه يې تر اسلام وروسته موضوعاتو په بر کي رانغاړي. د ارواښاد نجيب صاحب دغه اثر د کندهار په باب د څلوېښتمو کلونو په جريان کي ليکل سوى او د کندهار په باب د هغه مهال په ليکلو آثارو کي خورا غنيمت اثر دئ، د دې اثر ځيني برخي د سردار محمدداود خان د جمهوريت په دوره کي د کندهار مجلې په پاڼو کي خپرې سوي دي، چي په بشپړه توګه د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا په ١٣٤ مخونو کي د زرو ټوکو په تېراژ اوس خپور سو.



٥ – د کندهار ښار (پېژندنه)
 دا د ارواښاد عبدالهادي ريشاء (١٣٨٨ ش مړ) اثر دئ، چي د کندهار څلور بازاره راپېژني، په دې بازارونو کي کابل بازار، شاه بازار، هرات بازار او ښکاپر بازار شامل دي، چي ارواښاد ريشاء د هر بازار په پېژندنه کي د خپلي حافظې څخه غنيمت کار اخيستى او د هغې په زور يې د هغه مهال بازارونه په خورا روانه او عاميانه ژبه راپېژندلي دي، د دغي پېژندني په جريان کي چي په هر بازار کي پر کوم مشهور دوکاندار پېښ سوى هغه دوکاندار يې هم راپېژندلى او په ياد سوي دوکان کي راټول مخور يې هم ياد کړي دي. د دوى دغه زحمت د هغو کندهاريانو لپاره چي تر کندهار دباندي زېږېدلي او را لوى سوي دي، خورا په  زړه پوري کار دئ، چي د خپل ښار د هغه مهال د څلورو بازارو سره يې دوکان په دوکان معرفي کوي.
 د ارواښاد ريشاء صاحب دغه اثر په ١٠٨ مخونو کي د زرو ټوکو په تعداد په ښه صحافت او خوندوره کچه خپور سوى.