کور / کتاب / نعتيه پلوشې کتاب له چاپه راووتی

نعتيه پلوشې کتاب له چاپه راووتی


هغه لمرچی دتوحيد،معرفت اوحقيقت پراوفق يې طلوع وکړه، هغه لمرچی دضلالت اوګمراهی پرتوری شپی يې خپل رڼاوځلول، هغه لمرچی دانسانيت اوحقيقت هنداره يې په خپل رڼاکی له ځانه سره راوړه، اوانسان په دغه هنداره کی خپل حقيقت اوماهيت وليد، هغه لمرچی دحقيقت په رڼاکښی يې علم اوپوهه دجهالت اوګمراهی پرځای حاکمه کړه، هغه لمرپه ستاينه ارزی ځکه خدای اودهغه مخلوق ټولوستايلی دی،دالمرداول ځل لپاره دبی بی امينی په کورکی وځليداوترننی ورځی پوری خلګ دمعجزوڅخه په حيرت کی کوته په خوله پاتی دی

زه هم دخدای دمخلوق دانسانی قشريوانسان يم ، اوددغه لمرپه ستاينه کی می خپل درک اوقلم په کارواچاوه ترڅودهمدی لمرپه ستاينه کی ماهم خپلی دنده سرته رسولی وی.

دالمرمحمد صلی الله عليه وسلم ؤدده په ستاينه کی می نعتيه پلوشی وليکلی تاسوته به يې دکتاب ليکلی بڼه دانټرنيټ په څپوکی وړاندی کړو.

هيله کوم چی زمادقلم ليکل اوزمادتفکردزړه الهام کوم چی نعتيه پلوشی يې محصول دی په دغه کتاب کی درک اوپه لاس راوړی .