کور / کتاب / “تير يادوونه”نثري جونګ خپور شو

“تير يادوونه”نثري جونګ خپور شو

پېښور : دځوان ليکوال او ژورنالست محمد عارف همدرد ساپى لومړۍ نثرى جونګ ، تيره يادوونه له چاپه راووت دغه کتاب ، چې دميهن خپروندويه ټولنې له خوا ٨٠ مخونو کې خپور شوې ليکلې پرې عنايت ساپى ، خليل الله قتيل ځوى ، سيف الله غريبار ، عبدالروف قتيل خوږياڼى ، نورالبشر نويد ، اباسين يوسفزى او په خپله محمد عارف همدرد کړى ، په کتاب کې ادبي ليک ته ورته ليکنى خپرې شوې .

نوموړې په دې اړه خبرې سرچينو ته وئيلى ، چې دا زما دژوند او دمېنې څرګنده بيلګه ده ، چې شايد وړاندې له ده نه بل چا نه وى ليکلى نوموړې وئيلى دى ، چې مينه دژوند خواږه لرى خو زه لا په دې نه يم بريالى شوى نوموړې په خپلو خبرو کې له ميهن خپروندويه ټولنې مشر بشير همت څخه مننه کړى ، چې دا کتاب يې ورته خپور کړى نوموړې وايي ، چې زما نور کتابونه به هم زر لوستونکو ته ورسيږى .