کور / شعر / غزل

غزل

تابه چې غوصه کړه ما به وخندل موسکۍ به شوم
سوله به مې را وسته کوتره را ته و وايه

ځان ته ګوښي کينم او مخ پټ کړم ډيره وژاړم
ته څنګه يې ياره مسافره راته و وايه

زه بدرنګه هم درته ياديږم او کنه ياره
مه شرميږه نن خو په ډګره راته و وايه

بيا به مې يو څو ميا شتې د زړ ه مينه پر ماته وي
بس د مينې ډکه يوه سندره راته و وايه

څنګه مې د ډک ګودر په غاړه خولګۍ در کړله
نن خو فريدجانه زوره وره راته و وايه