کور / شعر / دوطن فرياد

دوطن فرياد

ز خمونه ډير شوه نور مړه کيږم افغانانو بس کړی
ستاسو کور ستاسو هيواد يم زما بچانو بس کړی
د جنګ اورونو ټوله و سوځم ايره ايره شوم
قسم په خداي نور نو ورکيږم جنګياليا نو بس کړی
ساړه اهونه فريادونه سلګی اوری زما
د درد له زوره ويلی کيږم زما دوستانو بس کړی
د ابراهيم قربانی خپله کړه لويي رب قبوله
زه هره ورځ قربانی کيږم مسلمانو بس کړی
نه دهشت ګر نه وحشت ګريم يو ساده افغان يم
د اور لمبو کی سوځل کيږم نړيوالو بس کړی
د بشريت خوا خوږې څنګه پټه خوله دي دلته
د اختر پسه يم حلاليږم قصابانو بس کړی
لامی خپل سر د مور وغيږته رسولی نه دي
په کم قانون ترينه بيليږم ظاليمانو بس کړی
دلته د سر قيمت هيڅ نشته نور هر څه په قيمت
ژوندي د مرګ په نوم خرڅيږم د لالا نو بس کړی
زه (ځلبلاند) درته ځولي نه شم د خداي په خاطر
ستا سو وطن يم ليلاميږم واکدارانو بس کړی