کور / شعر / غزل

غزل

بيګاه مې رسولی ؤ ترداره يو سړی
په تمه راته ناست ؤ تر سهاره يو سړی

ماټوکې ورته وکړې چې ماښام ګودر ته راشه
پاګل ؤ، ؤ راغلی له بازاره يو سړی

دسرو شونډو زکات خو ورکوه کله ناکله
خپل ځان قربانوی شي ستا لپاره يو سړی

ژوندی چې درنه لاړ نه شي ګلونو ماشومانو
سهار زمونږد کلي په دا لاره يو سړۍ

فريده بې وسي به دې شي زما سپينه خولګۍ کې
تر تا مې پيدا کړی دی مالداره يو سړۍ