کور / شعر / دا څوک دي؟

دا څوک دي؟

داڅوک دي چې تاريخ او په زمان موشک لري؟
احساس مـو راته وژني په ايمان مو شک لري

موږ سر د هر جنجاله د خپل سر په بيه جګ دی
زموږ پـــه قوې عـــزم او پيمــــان مو شک لري

فطرت کې مو ځای شوی آزادي دخپل ولس ده
ښکاريږي چې په لوړ نوم د افغان مو شک لري

باتــــور دزمانې وم پــــه ملکو مو واکداري وه
زموږ دجد په ځــــمکه او آ سمان مو شک لري

ولس مــو راته وژنــــې دپردي سامراج په امر
زموږ پــــه ارادو د زوړ او ځوان مو شک لري

دښمن که مې پــــه خپلو کې نفاق ته سره بولې
په پوهه متانت او پــــاک وجدان مو شک لري

ډير ژر بـــه ېې خپل عقل په سر راشې لـــرې نده
چې څوک موپه بـري دجنګ ميدان موشک لري

نن هرڅه نـــه ای ورو نو ديـــووالي ضرورت دی
يوکيږي هرافغان پدې آ رمــــان مو شک لري
————————————————