کور / شعر / نه هیردل

نه هیردل

دوطن مینه چه شی زړه کی هیردل به څـه وی
چه خپل اخترشی ورنه ورک بل تـه کتل به څه وی؟

چــه په زګـونـوکیلومـتروفاصلـی شــــی ترمـنځ کې
کــه نـا اشنا مخــونه ډیرشــی شکلـو ل به څـه وی؟

د زره تازه ګلان چه مړاوی دبیـلتون به بادشـی
کـه د ګلانو بـا غچی ډیری شـی ور تلـل به څه وی؟

چه دوصال زاری مونه پری پوره کیږی چا ته
کـه اوښکـی وینـی شی دوینـو څـڅید ل بـه څـه وی؟

زړه می له ګرانوسره رازونیازدمـینی غوواړی
بـی د هــمد ردو له دیـدن نــه اوسیــدل بـه څـه وی؟

د چـا د صبرکا سه پـړمخـی نسکـوره چـه شـی
نسکورو لوښــیو کــی د صــبر درید ل بـه څـه وی؟

څوک چه قا ضی دعدالت ته ورشی امن مومی
که عدل نه وی په خپل حق کی ویـریدل به څـه وی؟

د عدالت په وړاندی حق دهرانسان محفوظ وی
دبــی انصاف قاضی په حــکم زو ریدل به څـه وی؟

جنایت کار وایی چه خدای ورته دنـیا ور کـوی
داتـــش نســونـه پـه ډوډی نــه مړیــد ل بـه څـه وی؟

ډیـر بـبر ګــیری بــبرســری د الـله پــه نا مـــه
خلک لـه ځان څخه قربـان کـی داوږل بـه څـه وی؟

لږ خو له خدایه او له رسوله څخه وشــر میږی
دخدای دښمن سره په څـنګ کی دریدل به څــه وی؟

چـه دوطن په ضد کافـرسره کافـرغـونـدی شی
دی داسی پست انسان تاریخ سـره ستایل به څـه وی؟

دخــدای رسـول کتاب تـه شاکـی د د نـیا لپــاره
وایه (علی خانه ) بیا د بل کتاب لوسـتل به څـه وی؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ