کور / شعر / غزل

غزل

نه و، دا چې اوس په کومه لار قدم جانان اخلي
دا خو مې شېبه شېبه د مينې امتحان اخلي

ظالم غوندې يو خوب مې دى ليدلى څه به کېږي
تا به رانه اخلي که مې اوښکې او ګرېوان اخلي

له اوره که يې بچ کړو لاس و پښې يې رانه غوڅ کړل
دا خواخوږي ګوره بدله د خپل احسان اخلي

اوس ماشومان دومره له بمونو ويرېدلي دي
تښتي د برېښنا له غږ نه هم چيرته امان اخلي

دا ځل په سندرو، که يې رد کړې چې ستا ياد پالم
بيا به ستا کوچۍ درته قسم په سپين قران اخلي