کور / شعر / مورې

مورې

مورې الله درته مقام او منزلت درکړی
تر هر چا لوړ يې تاته ښه شان او شوکت درکړی

د اسمانونو نازولې ای شېرينې مورې
له شهيدانو هم الله ډېر کرامت درکړی

زه به نيکمرغه يم چې وکړمه هر وخت ستا خدمت
ځکه مې زړه کې درته مينه محبت درکړی

مورې دعا دې کاڼې څه چې اوچت غرونه ښورۍ
خالق پخپله درته دومره لوی قدرت درکړی

مور جانې ستا د پلونو خاورې پښتونزۍ ښکلوي
د هر يو پل لاندې څښتن جلا جنت درکړی