کور / شعر / نظم

نظم

ربه څومره به لانورې د مظلوم وينې بهيږې
لابه ترکمه وې روانې د يتيم وښکې تويږې
د دنيا هرلوي ظالم پخپل نوبت کوې ظلمونه
دا ظلم داوحشت دستم ماڼې به کله خرابيږې

سوراورئې راته بل کې په وطن ګډه غوغاده
د نفاق په سرو لمبوکې رانه بيله پښتونخواده
سورلښکر پروطن راغې د غربيانوفيصله ده
د يوافغان په لاس کښې ده بل افغان سودا ده

داسې اورم چه نارې دجوړيدو دې له هر چانه
زه وينم چه جوړمخ په ورانيدو دې له هرخوانه
نيم شرق دې برباد کړې پاته غرب خرابوې وې
ربه ته قادرئې زه عاجزئې تپوس وکمه له چانه

نارې وهم د نياته درست جهان په تماشه دې
د افغان پروطن جنګ دې هرستم د بيګانه دې
هرورځ دغم بمباردې هرګړې مظلوم په داردي
چه مونه غواړې خوشحاله دا کارد همساېه دې

د عدل اوانصاف تله ځړيږې د ظالم پله درنه ده
د مظلوم حيساب نه کيږې څه د ظلم فيصله ده
ربه ته زموږغووروکړې رڼاورځ راته تياره ده
نورزاې وايم پاکه ربه زموږ پرتا باندې تکيه ده