کور / شعر / با مسلمان الله الله، با برهمن رام رام

با مسلمان الله الله، با برهمن رام رام

څوک يو رنګ دي
څوک دوه رنګه
څوک درې رنګه
او ځنې داسې رنګ په رنګ دي
چې بې رنګ دي ښکاري تنګ دي
د خپل عقل په پنجره کې
په زړه زنګ دي څنګ په څنګ دي
ځان سره د ځان نشه کې
بوى يې نشته تور لونګ دي
د اخلاص په اديره کې
نشه نه لري شنه بنګ دي
د میخوارو په کاسه کې
د ضمير سره په جنګ دي
د وهمونو په کوڅه کې
ځکه هر څه ترې نه ړنګ دي
د خيالونو په قلعه کې
ځان پاچا ويني……………خو ملنګ دي
د دوي د حق په ائينه کې