کور / کتاب / کمکى خيبر مجله له چاپه راووته

کمکى خيبر مجله له چاپه راووته

کمکى خيبر يوه علمي، ادبي، فرهنګي، ټولنيزه مهالنۍ مجله ده چې له ننګرهاره خپرېږي. د امتياز څښتن يې د کمکي خيبر فرهنګي ټولنه ده او مسئول مدير يې نجيب الله انورزوى دى. ددې مجلې اتمه ګڼه د دانش خپرندويې ټولنې لخوا په ښه صحافت تازه له چاپه راووته. کمکي خيبر ملي ټرمنيالوژي، هډه يا د ګندهارا د هنري مکتب پلازمېنه، د ګلونو کولتور، نژدې شپېته کاله له اجمل خټک سره او نور بېلابېل مطالب په خپله لمن کې رانغښتي. لوستوال کولاى شي، چې کمکى خيبر په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې، په جلال اباد کې ګودر او مومند کتابپلورنځيو او په کابل کې له بيهقي کتابپلورځي نه ترګوتو کړي.