کور / کتاب / کورني حقوق (Family Law) کتاب چاپ سو

کورني حقوق (Family Law) کتاب چاپ سو

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ استاد پوهندوی نصرالله ستانکزي کتاب چي د کورني حقوق نومیږي تازه له چاپه راوتلی او په کابل، کندهار، ننګرهار ، پکتیا او نورو ولایتونو کي  تر لاسه کېدای سي.

پوهندوی ستانکزی د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ د نامتو استادانو څخه دﺉ او دی لومړی افغان دﺉ چي د ۲۰۰۹ م کال د نړۍ د مشهورو او ځیرکو خلکو په کتاب کي یې نوم راغي.

      استاد ستانکزي د حقوقو په برخکه کي په دري او پښتو کي خورا زیات کتابونه لیکلي دي چي دا وروستی کتاب یې د (کورني حقوق) پدې وروستیو کي په کابل کي د مستقبل خپرندوی ټولني له خوا د زرو ټوکو په تیراژ خپور سوی دﺉ.

      کورني حقوق په پښتو کي په دې عنوان لومړنی مستقل اثر دﺉ چي د پوهندوی ستانکزي له خوا کښل سوی دﺉ. په دو برخو، پنځو څپرکو او تقریبا سلو سرلیکونو سره دا کتاب د کورنۍ د ټولو حقوقي اړخونو څخه بحث کوي چي د حقوقو د محصلینو او نورو لوستونکو لپاره خورا ګټور مواد لري او د پښتو په لمنه کي یوه خورا درنه اضافه ده چي د استاد ستانکزی ددې زیار د کښلو څخه یوه نړۍ مننه کو او پدې لاره کي د نورو بریاوو او اوږده عمر دعا ورته کوو.

      هیله ده چي درانه لوستونکي له دې کتاب څخه پوره او ښه ګټه پورته کړي. 


په درنښت

غلام ولي نوري
کابل، افغانستان