کور / شعر / کوچۍ پښتنه

کوچۍ پښتنه

دا په کوڅه کې را روانه دغه دنګه ځوانه

دا چې کټوه يې پر سر ده

دا سره سپينه

دا پيمخې چټه چنګه ځوانه

دا ملا تړليې سرګردانه ښکلا

داد رغونو د مزريو ليزيې

دا د اړخونو زرکه

دا د وقار دا د غروره ډکه

دا ړنګه بنګه ځوانه

چې دا کږه وږه ځي

دريږي دې وره ته

کله هغې وره ته

داچې زنګونه وهي او دروازې ډبوي

داچې نارې وهي

مستې دي مستي

راشئ مستې واخلئ

مستې دي مستې

داپښتنه کوچۍ ده

»»»
داباسين هېلۍ ده

دګنداهاراکوتره

دا له مزلو راغلې

له خپل اټکه ځنی تر خپل کابله پورې

کله د مېږو شاته کله د اوښو ترمخ

دغه بې کلي

دغه بې کوره او بې جوسه غرڅه

دا له کېږدو راغليې

دغه درنه

دا په رښتيا آغليې

دا د زريزو زړوره د حياڅښتنه

دا د پرون واکداره دغه د نن مالکه

دغه سکڼۍ

ددغې خاورې د سبا څښتنه

دغه د جګې غاړې

دا سيخه لوړه ځوانه

دغه د غرونو هوسۍ

په دغه بړنګ پسرلي

له سليمان راوښتيې

دلته به څورئ جوړ کړي

بيا د بابا په لور ځي

ښکلي باميان ته درومي

ګلې رمې پيايي

خپل غرجستان ته درومي

دا له فولادو سکښتيې

يا به امو ته رسي بيا بدخشان درومي

يابه مرغاب ته رسي يا به غوريان ته درومي

ځي به راوانه به وي

ترڅو چې ژوند وي دلته

د خپل هېواد څنډو ته

دا د مزلونو هوسۍ

دا په روزۍ پسې روانه

په ښه حلاله پسې

په ابرومنده پسې

داپه خوارۍ پسې روانه

په ښه مشکله پسې

او په دردمنده پسې

دا د خواريو ښکلا

دا د قرنونو هوسۍ

دلوړوغرونو وهي

لارې اوږدې

تر قدمو يې لاندې

تېرې زيږې تيږې

شوې

شګې پستې

دا پښتنه کوچۍ ده

»»»

داچې نارې وهي

مستې دي مستې

راشئ مستې واخلئ

مستې دي مستې

داپښتنه کوچۍ ده

»»»
دا د چندړو څانګه

دغه افغانه ښکليې

دا په زرګونو او زرګونو کالو

په هر يو شنه څړموني

ښکلي کابل ته راځي

پېروی کوچ راوړي

شدې مستې خرڅوي

په مني بيا راګرځي

يا د امو او د مرغاب له غاړو

يا د هري يا د هلمند او ارغنداب له غاړو

په ژيو ژيو تازه تک زيېړ غوړي

او په ګوڼۍ ګوڼيو

پرېمانه کورت راوړي

کابل ته غوښې ډېرې

تنکۍ او تاندې راوړي

وړۍ ټغر شړۍ ته

هم بنيانونو

هم افغانۍ غالۍ ته

هم د کمپلو

يا د لمڅو د پاره

پاسته پوستکي

د پوستينو دپاره

يا د ماسيواو د موزو دپاره

څاربه پسونه

ژمي ته لاندي راوړي

بيايې ښه غټه

ښه سره مټوۍ پر سر وي

څه بې پروا څه غرڅنۍ روانه

په افغاني پسول کې

دا بې جوړې

دا بې مثاله ښکلا

څه په مستۍ روانه

بيا په کوڅو کې ګرځي

بيا ډېر زنګونه وهي

او دروازې ډبوي

په زوټه زوټه وايي

لکه چې بيړه يې وي

د اباسين غاړوته

داسی نارې وهي بيا

شدې دي شدې

راشئ شدې واخلئ

شدې دي شدې

دا پښتنه کوچۍ ده

»»»

دا د فرعون د غلامانو

د تښتېدلو او فراري قبيلو

د کومو ورکو افسانوي قبيلو

د کوم کاروانه سره

له کوم کنعانه ځنی

دلته راغليې نه ده

د کوم بارانه سره

دا له اسمانه را اورېدليې نه ده

دا پښتنه ددغی خاوری لور ده

دا د افغان د لوی ملت د کور ده

داچې دا ځوانه بريښي

داد بقاء دخپل تقدير په زور ده

دا له ازله دلته

ځي تر ابده پوری

دا د ډېر لوی کهول ده

دلته د هر يوميشته

درانه او ښکلي قومه

د هری ژبی او هر نژاده ځنی

د هری بلی

ښکليې افغانی خور ده

له هيچا کشره نه ده

»»»

دا د کروش د غدۍ

دا د داريوش د لښکر

راپاتې شوې نه ده

دغه ازاده

دا غرڅنۍ پښتنه

ترهغو مشره ده دا

»»»
دا د ايجين له غاړو

هغه قاتل سکندر

تر پکتيکا رارسولې نه ده

دادهري په غاړو

او ياپه غور غرجستان

په کندهار او هلمند

په زړه لويه

اراکوزيا کې

په کاپيسا په بګرام

او په کابل ننګرهار

د تمدن په ځانګو

په ګنداهارا کې

ترې پاتی شويې نه ده

دا د خلقت معجزه

د سليمان سروه ده

د ګنداهارا ښايسته

دا له پکتيا خوره ده

ان تر مرغابه پوری

له اباسينه واخله

آمو دريابه پوری

تر هغو مشره ده دا

»»»

دا چا سېتي ساکانو

د کسپيين له غاړو

ياچا هوني

يا کوشاني فرارو

د کوم سينکيانګ

يا له قاشغره ځنی

راڅکوليې نه ده

پردو لښکرو دا راوستليې نه ده

دا ده بومي افغانه

تر هيچا کشره نه ده

»»»
دا د عربوڅه پاتې شونيې

کومه قرېشه نه ده

که ترېنه زياته نه وي

خو دا د پت نازو

دا د ايمان ملاله

دا د ننګونو بنګړۍ

دا د ګډون فرشته

داد پراخی سينی

د لوی ملت کوربنه

ټولی همځوليې ترلې

اوګردی نوری ميشتی

په دا نږدوکې

چې څوک راغليې

يا راوستليې دلته

ټولی د ځان په شانی

ښکليې

افغانی بولي
»»»
داد چنګېز وحشت راوړيې نه ده

داد ګوبي له ډاګه

کومی صحرا

کوم بيابان ځنی راغليې نه ده

خو

دا غرجيه

د خپل غرجي ولس

د څنګه سره

او

د بقاء دغريزې د تقدير

بېساري جنګه سره

د غلغلې

او ډیرو ډيرو غلغلو په ورانۍ

له خپلو جګو غرونو

له غرجستانه

له خپله لوړه کوره وتروړه شوه

او بيا په بله چاپه

د ګوډ تيمور له سټو وژغوره شوه

خوهېڅ يوه تاړاکګر

دغه بومي افغانه

د لوی هېواد ځنی ايستليې نه ده

او يا خو دا

چې اولغبېګ ته يې مرغۍ نيولای

چا له ملتانه راوستليې نه ده

دې د وژونکي بابر له منارونونه خپل سر بچ کړی

پت او عزت يې ښو لوړو غرو ته وړی

ګذران د ژوند يې تنګو درو ته وړی

خو د اشغال د دربار

هېڅکله

مينځه نه شوه

»»»

دا باسمچۍ هم نه ده

له بخاره اوسمرقنده ځنی

يا د خېوې يا د خوجنده ځنی

دا د روسي څارانو

د ځنورو

ډېرو نامتو

سختو وحشي لښکرو

له سټوونکي اشغال

ځنی

راغليې نه ده

د ابراهيم بېګ

د جنګياليو او باسمچي لښکرو

تر مخ يا وروسته

د سلو، سلو

او سلو زرو

فراري

ډلو سره

د افغاني آمان

دخلاصی غېږی

مېلمه پالنی ته

را تښتېدليې نه ده

دا د دې خاورې حوره

د وحشتونو له ايرو

او

له رسوبه نه ده

دا له سپېدو راغليې

دا له غروبه نه ده

خودا عادله

داد پراخی سينی

د لوی ملت کوربنه

ټولی همځوليې ترلې

او ګردې نوری مېشتی

په دا نږدو کی

چی څوک راغليې

يا راوستليې دلته

ټولی د ځان په شانی

ښکليې

افغانی بولي

»»»
د تاريخ پلار هم

ستر هېرودوت يوناني

ددې درنې ټبری

ډېری کيسې کړيې دي

څه د جنګونو جګړو

څه د وسلې کړي دي

څه د ګاونډو خلکو

څه يې د دود او دستور

هم د جامې کړي دي

دا د پارتيانو، د اريايانو ترله

د باختريانو، د داديکانو ترله

داپاريتود سګارتيانو خورلڼ

د تيمنيانو خورلڼ

دلته په دغی خاوری

د خپل ادم له تومنې

دلته په خپلی خاوری

دا د حوا له تنه

نه چېرې لرې

نه په پرديو ملکو

دا دلته وزېږېده

د اباسين په غاړه

شوله را لويه سروه

د ګنداهارا په غېږ کې

د کوسټ پاټېرس درخو

سترې پکتيا په غېېږ کې

عزت عزت شوله دا

حيا حيا لويه شوه

هار د ننګونو شوله

د اباسين د بچي

د لوی پکتين په غاړه

( تخو) يې غورې چې کړي

خوږې خوږې

ډېرې يې نورې پاتې

اوږدې کيسې

دا پښنته کوچۍ ده

»»»

داچې نارې وهي

مستې دي مستې

راشئ مستې واخلئ

مستې دي مستې

داپښتنه کوچۍ ده

»»»
دا د شپېتو ميليونو هسی کيسه ياده شوه

د لويو لويو درنو

ښکليو کوچي ټبرو

يوه نمونه ياده شوه

دا د افغان د پايښت ستره قوه ياده شوه

په زحمتونو او کړاوونو بار

يوه قافيله ياده شوه

ژوند په سېليو په توفانونو کې کړي

له يوې هوانه ځغلي

په بل موسم پسې ځي

نن يې که دلته وينې

سبا بل چم پسې ځي

د ژوند مزل د هېواد

د هرې پيڅې خواته

څه په ګر ميو څه بارانونو کې کړي

که ماسپښينمهالی په څړ ځايونو کې وي

خو سهاری په کاروانونوکې کړي

نووايه ته اخونده

اوهم دابل شيطان مې

دهري سېنګ دا لمسی

په نوم مسلم بې خونده

هر يو له تاسو

فتنه فتنه ګاونډه

يو مې د خاوری بل د کلتور غاصبه

غواړئ له دې نه هم ډېره لا ډېره ونډه

دلته په دې بې امنۍ

په دې وژونکي جنګ کې

چې په لمبو يې

ستا له هر خلاص کنډوه

وخت په وخت تېل پاشه شي

او

غوړياشويې

لربر افغان نيولی

تورو لوخړو يې

له خراسانه بيا تر کشميره پوری

افغان اسمان نيولی

دلته دا نور ياران مو

دغه پنځم ستون مو

زما په کلو بانډو

په ولسونو باندی

کله د وراوو

د جنازو

ياد ترحيم

په مجلسونو باندې

هم په کېږديو هم کاروانونو باندی

بياد پخوا په شانی

دبل وحشي اشغالګر

څه بمبارۍ سيخوي

دلوی ملت دې تاريخي ترتيب ته

د ولسونو تناسبي ترکيب ته

نوي ناندرۍ سيخوي

ته مې لا خلک په ظالمانو او مظلومانو وېشې

څوک مې په ژبو

څوک په شيعه څوک په سنيانو ويشې

ته مې دا وروڼه

ته دا خواږه

زما پراخ قومونه

ته مې تاجک او هزاره افغانان

ته مې بلوڅ او پښتون

ترک – تاتاره افغانان

څوک په پرديو څوک په خپلوانو ويشې

ته د زرونو کالو

د ولسونو لاری

د لوی ملت

د کاروانونو لاری

د هر افغان د غنا

دمالداري اقتصاد

د دې ملت د تاريخي اقتصاد

د کوچي ژوند دګذرانونو لاری

د ښو خوړو،تودو جامو

د صنعت او اسعارونو لاری

څله؟

په چا تړې

او

کوربنه بيا

دخپل کاله له انګړ

ولی؟

راګرځوې

دا پښتنه کوچۍ ده

»»»

داچې نارې وهي

مستې دي مستې

راشئ مستې واخلئ

مستې دي مستې

داپښتنه کوچۍ ده