کور / شعر / غزل

غزل

چي كله غېږي ته نږدې دخپل جانان سومه زه
هېڅ به هم نه وم مګر سيال د ټول جهان سومه زه

له مودو پس مي بياله سترګو اوښكي وبهيدې
له مودووروسته له ډبري نه انسان سومه زه

لمرمخيه ياره زما ژوند كنګل وهلى سيند و
چي دي راوكتل په هغه دم روان سومه زه

تازه ګلاب وم خو چي تاد تلو خبره وكړه
دستي مړژواندى د لويدلي ګل په شان سومه زه

چاول ناحقه دي د ورور خنجر پر بل خرڅاوه
خوما قلم رانيوه خوښ په دې تاوان سومه زه

زه ومه خال مګر چي تا پر تندي كښيښولم
ټولو راوكتل چي ستورى د اسمان سومه زه