کور / شعر / غزل

غزل

یو د پردیو دار ته وګورمه
بل د لستوڼي مار ته وګورمه

د لونګین پر ځای ټالونه وهي
ستا د لاسونو هار ته وګورمه

پښتونه خپل څیري پلو وګورم
که ستا پګړۍ تارتار ته وګورمه

مینو خپله وسه وکړه اوس به
د کبرجنو وار ته وګورمه

څوک یې ویشتلی چانه زړه یې وړی
د ښکاري سترګو یار ته وګورمه

د رقیب سترګو ته ور اچوم سترګې
د ګل د څنګه خار ته وګورمه

چې به جانان پرې زما تر کوره راتلو
زه بیا وهغه لار ته وګورمه