کور / شعر / د مور مقام ته

د مور مقام ته

مورې دا ستا له محبته جار شم
ستا له دې واړه مرحمته جار شم

يي په پالنه او روزنه مصروف
ستا له دې دومره مشقته جار شم

هره لحظه زمونږ په غم کې سوزې
ستا له دې دغومره دقته جار شم

د ښو او بدو الهام تا راکړې
ستا له صفا او صاقته جار شم

کوې دعا او وړې نا زونه زمونږ
ستا د دعا له برکته جار شم

ستا د پښو لاندې جنت وينمه
يم په اميد له د جنته جار شم

يم به خوشحال چې خدمتګار د اوسم
کوه بخشش ستا له رحمته جا ر شم

ستا په خوښي کې مې بقا وينمه
ستا له دې دومره لوې قدرته جار شم

حفيظ مليار ستا د مقام سپيلني
ستا د مقام له لوړ صفته جار شم