کور / شعر / غزل

غزل

سترګو له درده دتودو اوښکو لاریون کړئ ؤ
زړه تصور کی دآشنا کوڅه کی یون کړئ ‎ؤ
ما ملنګۍ کی ځان پاچا ګڼلو ستاسی چم کی
چا راته فکر بدنیتۍ کی دقارون کړئ ؤ
ما له سپوږمۍاولمرنه نورغوښتلوستالپاره
تا په تورتم کی په غلطو لارو تلون کړئ ؤ
ما ستا قدم ته تاترو په لوری پُل جوړاوه
شیخ په ختا کی په ما حکم دملعوُن کړئ ؤ
تیر به په تیروکړوُحساب منزل به نه هیروو
سبا به وکړي قضاوت چی مونږ پرون کړئ ؤ
راشه چی نن سبا ته پُل کړو پرون ښه وڅیړوُ
راشه هغه وکړو چی مینه کی مجنون کړئ ؤ
دغه نړۍ بدلول غواړي خدمتګاره راشه
څه ته چی مونږه نیت ځوانئ کی دبدلون کړئ ؤ