کور / شعر / د ناز خواړه

د ناز خواړه

يوه مشهوره اصطلاح لرو موږ
وايي فلانۍ داسي خواړه پخ کړي
چي سړی خوري ورسره خپلي ګوتي
خو نن عجيبه واورئ!
ماته له ډېره نازه
يوې مېرمني داسي څه پاخه کړل
چي په رښتيا سره د ناز خواړه وه
هغې زما لپاره
دا خپلي ښکلي ګوتي
په يو چاړه باندي ټوټه ټوټه کړې
بيا يې په دېګ کي سرې کړې
او ما هم ډېر په خوند خوند وخوړلې
خو ګورئ پام مو وي چي
زه سړي خور نه يمه
چي د خوړو پر ځای به
د انسان ګوتي خورمه
اصلي خبره دا ده
چي انګليسي کي و بېنډۍ ته لېډي فينګرز (١) وايي
مانا يې داچي، د مېرمني ګوتي

Ladyfingers (١)