کور / شعر / ارګمشر ته

ارګمشر ته

ملا دې ماته شه چې ناست ېې په کرسۍ
بېګناه ټبر دې مري په بې وسۍ

لوی ټبر دې په بمونو تباه کېږي
ته دښمن سره پل اخلې د دوستۍ

پنامه د ولس مشر شوې ارګ مشر
ټول ملت دې قربان کړی له مشرۍ

راټول کړي دې پځان لوی غداران دي
غله ، رهزن او قاتلان دې له پستۍ

د پښتون ملت قاتله خدای دې خوار کړه
ځواب نه لرې له خپلې دؤوسۍ

شاهشجاع غوندې دې خرڅ په ټوني ، بوش کړه
غوړه ماله ته خوند اخله له هستۍ

ګوډ په ګوډ د پښتون وینه په تا پور ده
د مرګونو سوداګره کړه مستۍ

ته قاتل د پښتنو د هېواد غل ېې
زمونږ حساب د حوصلې دی په درستۍ

سارا څنګه به زه هېرکړم دا دردونه؟؟
چې مو لاستی ورکاوه پرې ېې کړه سرونه