کور / شعر / رنځور

رنځور

یو رنځور ؤ د کلونو خو مالدار وو
ؤ نا رو غه شتمنی سره هم خوار وو

وو تیر شوی په دی رنځ یی ډیر کلو نه
له علاج یی نا علاج وو کتابو نه

تبیبان د دی دنیا ورته حیران وو
په ږړا ورته نږدی نږدی خپلوان وو

څوک یی سر څوک یی پښو نه تا ویدل
چا دعا کړی څوک یی حال ته رړیدل

چا ویل چی دا د مور آزار و هلې
چا ویل چی بد نصیب دی ربړولې

چا ویل چی خپل غرور دی ربړوبړ ولی
چا ویل چی خبل ایمان عزت خوړلې

چا ویل چی دی وران شوی تریقه کی
چا ویل فرق یی را غلې عقیده کی

چا ویل چی ویریدلی له تیا رو دی
چا ویل چی بو ګنولې تو رو شپو دی

چا ویل چی کوم جا دو ور با ندی شوی
یا د ویری کوم پا ډو ور با ندی شوی

په زر رنګه تعبیرونه یی د رنځ وو
نه خبر یی څوک له بیخ او نه له منځ وو

یو سا عت کی به بیدار بل کی مړ شو
کله سور کله به شین کله به خړ شو

د زمری په څیر به کله په حملو شو
د ښکا ری غوندی به سر په غرو رغو شو

ما تول به یی د سر کښو ور میږو نه
غو څول به یی ښکره ورو نه ښکرونه

ویریدل به یی څپیړی نه دیوان ټول
په لړزه به شوو له ویری ښا ما ران ټول

خو یو دم به بیا په ځمکه را نسکور شو
زوړ مرض به ور ته راغی حال به یی نور شو

تا سو څه فکر کوی چی دا څه رنځ ؤ؟
چی خوړلی یی دده د زړ ګی منځ ؤ

نه سر تان ؤ نه شکر نه کلو را وه
نه ټو خلی وه نه کوی نه و با وه

دا رنحور اخته په هسی نا روغې ؤ
په خصلت کی لکه اور لکه سبر غې ؤ

د وجود غړی یی یو د بل دښمن وو
په خو راک سره اخت دده د تن وو

لاس د لاس سره په جنګ زړه له ځګره
له سهاره تر غرمی تر ما زیګره

له ما ښا مه تر سها ره خو له او ژبه
په جګړو وو یو تر بله بی قا لبه

زړه ماغزو با ندی حمله کړه غوږ په غوږ
سترګی سترګو ته په قهر رګ په رګ

وی پښی یو بل ته برید با ندی تیاری
ګو تو یو بل ته نیو لې سره لا ری

نوک د ورۍ سره جګړې ته دی را وتي
غاښ له غاښ سره به جنګ کی دی پریوتي

چی خبریی په دی رنځ شوو ګا ونډیان
شوو را ټو ل یی په کا له لکه لیوان

چا یی خو نه کړه تا لا چا یی دیره کړه
چا یی باغ که ور نه چور چا یی میره کړه

چا یی غرونه کړه تا لا چایی ځنګلونه
چا هډوکی ورنه غلا کړل چا لالونه

چا یی یوړه خژا نه خپلو کورو ته
چا یی وا چول اورو نه تا ریخو ته

د رنځور په کا له ګډ هسی تا لان شو
چی شیطان یی په لیدلو هم حیران شو

د ښمنیو د بدن غړو دی رنځور نه
خیرات خورد نړۍ جو ړ که دی مجبور نه

نه پو هیږی په دارو خوار د مرض خپل
هر طبیب پکی سود کړی دی غرض خپل

څو چی غړی د بدن یی پخلا نه شی
دښمنۍ نه لاس په سر نن سبا نه شی

تبا هۍ ته یی وخت نه دی پا تی ډیر
بر با دی ته یی وخت نه دی پا تی ډیر

کلیواله کړه خبر بی خبر غړی
چی را ټول په یو بدن شی ستړی ستړی

د رنځور بدن کړې خلاص له رنځوری نه
له خواریو ، کړاوو، له مجبورې نه