کور / شعر / متلونه امیلونه

متلونه امیلونه

نخښه د ننګ وې خو بې ننګو زوړ کړې
د رنګ پـه نـوم رانه بې رنګو زوړ کړې
ما وې ښکلا بـه دې ټـول خلـک سـتـايـي
“د سـرو پیـزوانـه د يار ګړنګو زوړ کړې”

پښتونستان

دا بـې له شـپونه بـې مهاره د اوښانـو شپـول دى
د جوړېدۍ نه شي هیڅکله داسې مات کنډول دى
بیشـکه اوکـړه پرې خـواري منـې کـومه دې نه
“د پـښــتـانـو راټــولـول د چـيـنـد خانـو تـول دى”

بابا آد م

ورځه په تا مې بند کړي د جنت ټولې مزې
هـم بيا مــې پـوره کړي د سـتا واړه تقاضې
دنيا تـه دې لیږمه يې آزاد خو دا مې واوره
“که ځـې ځـې ځـې!خو آباځـو له بـه راځـې”

ادب

ټـول سـبـق د پـستو لـبو نه زده کیږي
ښـې خـبرې د ښـو ژبـو نه زده کیږي
يار که سترګې برندوي ورخانده ځکه
“چـې ادب د بــې ادبـو نـه زده کــیږي”

وېنا

د بـنـګو د پـيـالـې نـه د مـستـو کړوپۍ ښه ده
خندا او د نخرو نه د سرو شونډو پاپۍ ښه ده
عمل ښه دى احسّاسه په وئيلو هیـڅ نه کیږي
“د سلـو شـاباسـو نـه يـوه نـغـده روپـۍ ښـه ده”