کور / شعر / غزل

غزل

جا مې داوښکومې دسترګوشلیدلي نه دي
چې پکې ویني ددژوبل زړه لیدلي نه دي

زماپه ګلدان دزړه يې واوښتې دګلوڅانګې
چاوې غوټۍد پیغلتوب يې غوړیدلي نه دي؟

مونږ وخت ځپلوکه هیچاته څه ورکړي نه دي
خوتړمي اوښکې موله چانه سپمولي نه دي

وې په خوشبو يې مهجور زړه ته ورکومه تسل
چې مې تراوسه لا جامې دتا وینځيلي نه دي

تا لکه خوب څومره ژر هیرکړم دروغجنه اشنا
ما له بڼو ستا دکوڅې خاوري څنډلي نه دي

که هرڅوتږي یودمیني خو پښتو هم پالو
دچالمنې موجانانه رانیولي نه دي

مونږ لکه شمع که لمبیږو په لمبو او اوښکو
خوموسپرغۍ دچا په غولي کې شیندلي نه دي

زمونږ په لمنوبه لمونځ وکړي داسمان فرښتې
چې مو په وینو دانسان کې نښتیځلي نه دي

ململ په سرشونډې يې رپي شومه دم شوخولا
شنې زرغونې دحباب شال کې راکتلي نه دي

داخو و یاره (دحسن) څولوغړن اسویلي
لمبې سلګۍخو يې لا پاتي دي راغلي نه دي