کور / شعر / دغره لمن

دغره لمن

هاغه دي بيادغره لمن کي ښکاري
توري کيږدۍ له حياډکې پېغلي
سپين منګني وري يې وه څنګ ته څري
زموږدکلي برګودرته راځي
هاغه دي خروباندي پلاڼي تړي
څواوبه وري دي خپل مينځ کي خاندي
هاخوابياشپون دغره په ښۍ ډډکي
ديوه خړقمردپاسه ناست دى
دسپين کوسي له چپ لستوڼي ځني
خپله رنګه رنګه شپېلۍ راباسي
ګومان مي کيږي معشوقه به ويني
ورته شپېلۍ کي څوټپې اوروي
چي يې دميني ګلان مړاوي نه شي
پاڼې خورې کړي څانګي وغوړوي
ددښتي سره غاټول يې سيل وکړي
ا

متن :