کور / شعر / غزل

غزل

په کرشه کر شه مي يادګار افغانستان وليکي
دپشتونخواناره مي پورته په اسمان وليکي

سپرلئ سپرلئ کي بيا نګار وهي دمرګ ټالونه
پاڼه پاڼه مي تاريخ دصمد خان وليکي

زه دي قربان دسپيرشونډو غمځپلي اشنا
ځوانانو مستي تراني دملنګ جان وليکي

زخمي زخمي مي سوي ټپي اي دميوند پلوشو
دتوروشپو په روڼ سهارکي ميرواس خان ليکي

دزړګي ويني مي سوغات دي ليلا په نامه
دفرشوپه لاس مي نوم دخوشحال خان وليکي

راسي لشکرپه اتڼودپاني پت ميړانو
دلوړخيبرپه سرمي نوم دباچاخان وليکي

نن دجهان قافلي وړاندي موږ په خپلو کي تم
دخوبه پاڅي ليونو يار محمدخان وليکي

قلم کي خپل ځان ځاني پريږدي زما ياغي پشتنو
دازاديبرغ کي پورته سترافغان وليکي

لکه ګلاب په وينو سور وخاکريزوال پشتنو
دازادي په ميوست غازي امان وليکي

نن کورپه کورسره جرګه سي لروبرپشتنو
تل په سرو وينودي سمسورلالومرجان وليکي

راسي نن بل کي څراغونه دوحدت ننګيالو
په دنګوغرونو مي شاسته نوم دجانان وليکي

بيامي شپونکي لالي کړي مستي سندريزي نغي
داسمان ستوري بدرګه سرخائ خان وليکي

الکوزي دي سم قربان زما غزل جانانه
نن په سروزرومي ازادپشتونستان وليکي