کور / شعر / زه

زه

زه بې له تا ګراني ژوند څنګه تير كړم
زه بې له تا ګراني ژوند څه كومه
زه به د چا د تكو تورو سترګو
لپاره دې ښار كي ملنګ اوسيږم
زه به د چا د تكو تورو سترګو
لپاره دې ښار كي په جنګ اوسيږم
— ————-
نو ګراني ته چي زما قدم باندي
هره ورځ څو صطله اوبه اچوې
درته ته ګران نه يمه زه
او
دومره خو هم ګراني بې باكه نه يې
چي په نقيب پسي به زړه اچوې
————–
نن والله پاك ته لاسونه نيسم
چي تا تر دې لا هم ښايسته كي ګراني
زما د ژوند هره شيبه او ګړى
دا ستا پر ژوند در اضافه كي ګراني
دا ستا پر ژوند در اضافه كي ګراني