کور / شعر / جرګه کوي

جرګه کوي

زه دې د خندا په تمه ناسته يم
ولې مې په اوښکو بدرګه کوې
مه مې ځوروه چې خپلوې مې نه
ولې د رقيب سره جرګه کوې
ما نه د دنيا ښکلا اوس هېره ده
هسې مې نظر سره دوکه کوې
زړه دې راته ښکاري جوړ له تيږې دی
ځکه ښه خبره هم کږه کوې
وايي پښتونزۍ زه پرې عادت يمه
خير دی که خبره دې ترخه کوې