کور / شعر / کانه وکړه !

کانه وکړه !

درد دې بېګاه بل شانې کانه وکړه
ناست وم بارانه لاندې مې شپه وکړه

نن مې د يار مړاوې سترګې وليدې
ښه مې د ګلونو ننداره وکړه

ما خو ورته خدا که هيڅ ويلي وي
يار ته مې ګرېوان خپله کيسه وکړه

ښه شو چې پرهر شو د اټک زړګی
ژوند خو اوس يله بيله مزه وکړه