کور / شعر / پارلمان ته کاند يد

پارلمان ته کاند يد

غواړم کانديد شم پارلمان لپاره
د شخصی ګټو د ار مان لپاره

ورته به لافې د خدمت و وهم
جيب به می ډک کړم د خپل ځان لپاره

په رشوتونو کې کورونه اخلم
د شهر نو او مکرويان لپاره

د اتفاق پر ځای نفاق جوړوم
د دی زخمی افغانستان لپاره

زه په تبعيض کې خپل بقا وينمه
د ګډوډی او چور ميدان لپاره

په ملی ګټو کې ځای کله شته دی
د خد غرض او د شيطان لپاره

زه د مظلومو خلکو اوښکې څه کړم
زما يي څه څيری ګريوان لپاره

دا ابادی ته خو مې ملا ماته ده
وطن به جوړ کړم قبرستان لپاره

هر ا جنبی چې راته دهل غږوی
ورته نڅيږم د قيران لپاره

په لباسی خندا به خلک غولوم
شم به بلبل نطق او بيان لپاره

او به به خړي کړم ماهيان به نيسم
ځان به کړم ټګ د هر انسان لپاره

که له سواد نه بهره مند نه ومه
سکرتر نيسم د پرسان لپاره

په نيکتايي باندی به لاس وچوم
پلو چلو او دسترخوان لپاره

حفيظ ملياره بيابه ځای نلرم
افشا مې نکړي د قران لپاره