کور / شعر / غزل

غزل

په کتاب دګریوانه يې په لندو بڼو لیکمه
بیادسوي زړه اهونه په سلګو سلګو لیکمه

تا یودم دتیرې شپې راز په لندو څڼو رسوا کړ
زه يې کیف دخمارونو په شیبو شیبو لیکمه
غریو نیولی ترې نه ځمه څه ویلی ورته نه شم
حال دزړه ورته په لارکې دخپل تګ په پلولیکمه
بیا ها غه زړه کیسه ده پرون هم په وینو سره وه
نن يې هم دزړه په وینو په زړو زخمولیکمه
دهر چا دویده غم چې تخنوي دغریو رګونه
هر غزل دتړمو اوښکو په تودو قطرولیکمه
داحساس په سرو بڅرو دهوا په څپو باندې
نن داستان درته جانانه دبیلتون دشپولیکمه
نه مرید لرم (حسنه) نه مې پیر دشاعري شته
بس یو څو لوغړن تورې تش په سرو لمبولیکمه