کور / شعر / غزل

غزل

جانانه ستا د خپلولو طريقه نه راځي
په تا د ځان قربانولو طريقه نه راځي

دې ګلابي مخ ته دې ځکه هسې ځير ګورمه
ددې ګلاف د ښکلولو طريقه نه راځي

افغان زلمی يمه بغير له خدايه، بل ته
ددې بې خوده سر د ټيټېدلو طريقه نه راځي

ځان سره سل رنګه خبرې او سوچونه وکړم
خو د يار مخکې د ويلو طريقه نه راځي

ته يې ښکلا ته خوشحالي ته مې سکون يې د ژوند
بغير له تاد اوسيدلو طريقه نه راځي

خاوند ه ته خو مې د خوږ زړګي نه ښه خبر يې
د دعاګانو د غوښتلو طريقه نه راځي

په دې خوږه ساده پښتو کې به دې ستايم هر وخت
نور ما ګوهر ته د ليکلو طريقه نه راځي
ا