کور / ترخې خبري / د عزيز اباد ۹۰ تنه ملکي وګړي چا ووژل ؟

د عزيز اباد ۹۰ تنه ملکي وګړي چا ووژل ؟

تبصره نسته

1. د کندوز د دې بدمرغې پېښې يو قرباني همدا دوې شپې دمخه وليدى، چې ويل يې د يوې عمه يې دوه او دبلي يو زوى پکې شهيدان شول، همدا راز يې يوه بله کورنۍ ياده کړه چې شپږ ځوانان او زلميان يې پکې شهيدان شوي وو.
په دې پېښه کې چې څومره امريکايي يرغلګر او جرمني ځناور پړه دي، د طالبانو بې مسوليتۍ ته هم بايد ګوته پکې ونيول شي.
د هغه ځوان په خبره چې طالبانو د تيلو ټانکران نيولي وو، بيا يې يوه بهاند سيند ته په دې موخه ښکته کړي و چې بلې غاړې ته يې واړوي. چې کله موټران په سيند کې بند شول او د دوى اوميد قطع شو، نو يې کليوالو ته اعلان کړى و چې راشى يو بېرل تېل په ٣٠٠٠ افغانۍ درکوو، هغه و چې بيا امريکايي ځناورانو خپل وحشت او پخوانى عادت تکرار کړ او په سلګونو کورنۍ يې د غم پر ټغر کېنولې.

2. دا پوښتنه باید له غمخور ولسمشر څخه وشی چه دا کار چا تر سره کړی او ولی دا پوښتنه باید دهغه چا څخه وشی چه د رسی سر ورڅخه ایله شوی دی او اوس داسی کارونه کوی چه یو یی هم د زغمولو نه دی لکه د قومی اربکی جوړول او د پښتنو لا پسی ختمول او داسی نور……………

3. ګرانو!
سلامونه او نيکې هيلې
زه فکر کوم چې دافغانسان جګړه اوس د تجارت بڼه لري، دا جګړه يواځي د وسلو د پلورلو له پاره يو لوی بازار دی، غربيا خپلې وسلې پلورې، مختلفې اقتصادي ګټې ترې اخلي او له طالب سره د مال او غنيمت غم دی، دوی خو ان د عامو سوداګرو موټرونه هم د اکمالاتي موټرونو په بهانه له سړکونو څخه ګرځوي، پاکستانيان تيار ورته ناست دي او په پيسو يې ترې اخلي، په مينځ کې يې خوار ولس په تيره بيا پښتون تبا شو
اجمل

4. ایا وکیلان هم لکه والی صاحبان؛ غواړی چې د خلکو پر مخ کوڅې بندې کړي که یا؟

مخکی خودزابل په ولایت کې والیانواوددولت ریس صاحبانوډیرې کوڅې دخلکوپرمخ دخپل امنیت د تنګولولپاره عامې کوڅې بندې کړی،اوددوی ددغه کاردمخنیوی لپاره هیڅوک هم ونه دریدل خواوس بیاوینوچې یوشمیروکیلان هم غواړی ډیرې کوڅې دخلکوپرمخ بندې کړی دی.
وروسته لدې بیانوبت دپولیسانودی هغه به هم ډیرې کوڅې بندې کړی او بیابه دحکومت اشپزان هم دخپل ځان دامنیت اوخوندی ساتلوپه خا‌‎طر عامې کوڅې دخلکوپرمخ بندې کړی.
لدې څه دوی دکمپاین ګټه اودخلکوخیال ځان ته راګرځول دی اوټولوته دا په اثبات رسوی چې ماته رایی راکړی اوزماله زوره څخه ځان خبرکړی.
شاید دا د ډیموکراسی قانون وی چې هرهغه څوک کوم چې دقدرت خاوندان دی هغه کولای شی چې پرعامی خلکوخپل حکومت وکړی اوهغوی دولسی جرګی مخته ترتللوهم خپل زورعاموخلکوته وښايی اوله هغوی څه په زور دځان لپاره رايی ترلاسه کړی،دعاموخلکوپرمخ دشپې له خواتګ راتګ بنددی ،کچیری هغوی ته په شپه کې مریض هم پیداشی نودوی نشی کولای چې هغه تداوی کړی که پاته شوخوښه که مړشوکه پاته شو،اویاهم دشپې له خواڅه مسجدته دتللومنع کول اویادکوم پروګرام لپاره یاکوم چاکه چاته دعوت ورکړی ونویابه هلته شپه کوی اویابه له کوره نه وځی، ځکه کچیری دوی ته کوم مشکل پیش شی نوبیاټوله پړه پرعاموخلکوباندی اچوی کوم چې یامسجدته ځي اویاهم که چادعوت کړی و.
نوزماپه نظردابه دډیموکراسی قانون دغسی سخت وی چې هرڅوک دی په تکلیف وی اودنظامی خلکوسره دی یودوی خبرې نه کوی که ددولت په تعوان وې،عام خلک دې په اورکې سوځی اونظامی دی خپلې میلې کوی اوهرڅه چې يی زړه وغوښتی هغه کوی.
داسی حکومت،داسی ډیموکراسی داسی نظام څه کوم چې نظامیان په ماځان ساتی اودمخالیفینوراکیټونه اوبمونه دې پرمااورې اوزه به پکښی مرم،زه به کې سوځم اوزه به کې ګوډیږم.
نوله حکومت څه بیازه داغواړم اوداکاربه حتماً زمالپاره کوی،په کومو ځایوکې چې دوی خپلی لوحې لیکلی دی هغه دی له ټولوځایوڅه راخلاصی کړی اودعاموخلکوپرکورودی وځړوی اودادې نه ورباندی لیکی چې پولیس دخلکومال اوناموس ساتی،یاحکومت دخلکوساتندوی دی
دادې باندی نوشته کړی چې عوام دحکومت دمال اوسرساتندوی دی ،عوام ددوی دروغتیااوسلامتیاغوښتونکی دی اود دوی دبلامخته خپله عوام ځان قربانوی.

5. سلامونه په ټولو افغانانو
دافغانانوپه تيره بيا دپښتنو وينه اوس ونړي والوته هيڅ ارزښت نه لري اوهرځاي دافغانانو وينه داسي تويه وي لكه دقصاپي شو ي حيوانانو هغه متل زموږ دمشرانو راته پاته دي وايي كافر دمسلمان دوست نه شي كيداي خوبياهم دي دومره نړي وال وپوهيږي چي افغانانو هيڅكله غلامي نه منلي اونه به يي ومني كڅه هم اوس يوڅو هغه كسان چي ياخواصلآ افغانان نه دي اوياهم دډالرو ليونه ني دي اوخپل وطن دڅوډالرو په خاطر خرڅوي ددوي ترڅنګ ولاړدي
خودوي دي دافغانستان دغلام كولو فكر دسر څخه وباسي افغان ته مور په زانګوكي لاهم دغيرت اوميړاني خبري ورزده كوي اونه پريږدي چي په وطن كي يي پردي حكومت وكړي اوبل پلو پاكستان دي هم دافكر دسره وباسي چي ګواكي دډيورينډ كرښه به په دي چل له افغانو هيره سي چي زبه دپاكواوساده افغانانو له پاكو احساساتوڅخه كارواخلم اودوي هلته په خپل وطن كي له خپلو وړنوسره وجنكوم اوياخپل تورمخي پنجابيان هلته وجنكوم نه .. كه دافغانانو يواځي يو ماشوم هم پاته وي لابه حساب ضرور درسره كوي

6. درنولوستونكوسلا م
زماله دي خبرو څخه افغان دولت مطلب نه دي بلكي هغه درواغ ويونكي كسان چي نړيوالوته دبيګناه كسانو كورونه په نښه كوي او هغه په شهادټ رسوي

7. دبشتون نه دفاع دخبل ملت نه دفاع

8. viagra online Џ=Q^Ј{h‹*8,generic viagra ^©OYmY“H, buy viagra cheap ўЌ™<>]B„z,viagra online a•“Ќ:MCљXR,buy viagra cheap 24yLIel*)|,buy viagra cheap љ“9lmЈue}V,viagra 100mg J>њX‘.GNg,viagra 100mg ‰њU©4<p-Xa,cheap viagra CЏ5|j}‘Џi,viagra online x˜zz“ЁTbm,buy viagra VЃ*t/ЂRЏ,