کور / شعر / چې پيسې ويني نو خره ته وايي پلار

چې پيسې ويني نو خره ته وايي پلار

د يو کلي يو شريف غوندې سړى و
یوه ښځه دوې یې لوڼې یو یې زوى و
نه یې مځکه نه پټى نه یې دوکان و
د خپل کلي د ملک سره دهقان و
نه یې خوند نه یې مزه وه د ژوندون
نه یې خوب و نه آرام او نه سکون
شپې او ورځې د ژوندون پرې تیریدې
که نهر به وو پرې بیا سبا کیدې
چا غوږ نه نیوى کیسې ته د غریب
زوى یې هم د ده په شان و بدنصیب
چا به نه باله په سم نوم د ده زوى
چا به ماجې ورته ویل او چا ماجى
د مالدار د سپږې نوم ګلناربیګم وي
د غریب نومونه کج بولي که سم وي
د ده نوم خلکو کړ داسې کج راکج
شو به ماجې کله مجې کله مج
نه مکتب ته چا پرېښود نه مدرسې ته
نه به غوږ ږده چا د ده غریب کیسې ته
داسې ورځې تیریدلې ماجى ځوان شو
دا ټول کلي له کارونو سرګردان شو
نیت یې وکړ بل وطن مسافرۍ ته
په مزه مزه روان شولو دوبۍ ته
په دوبۍ کې یې شروع کړه مزدوري
چې شي ورکه یې د ټول عمر خواري
هره ورځ و د محنت بیلچه په لاس
هر یو کار به یې کاوه ډیر په اخلاص
چې ګټل یې زر اته سوه درهم
راستول به یې خپل پلار ته هغه دم
پلار یې پیل اوکړ د کور په جوړیدو
خلق حیران ول ورته چا به چې لیدو
ډنډوره وه په ټول کلې دا کیسه
چې راواستول ماجي بلا پیسه
د څو کالو پس چې راغلو خپل وطن ته
د ټول کلي خلق ورتلل د ده دیدن ته
د راتلو سره یې وه په کلي عید
ماجى جوړ وو په اول ځلي مجید
بس یو غږ وو د ټول کلې په کوڅو
د مجید غوندې څوک نشته په نزدو
ښځې نر واړه زاړه ورته راتلل
د مجید په کور کې جوړ وو یو غوبل
اوریده چې به يې نوم د خلقو خولې نه
د پلار خوله به یې وه ډکه د توبې نه
په دي سوچ به ډیر د خلکو خندیدى
ورسره په زړه کې ډیر خپه کیدى
غږ یې نه کاوه خاموشه وو په ځان کې
ویل بې خدایه یم پیدا په کوم جهان کې
د مجید چې شوله ختمه رخصتي
ځان یې ورساوه کار ته سمدستي
یو ځل بیا یې شروع اوکړه په پیسو
غږ یې نه ږده د خپل کلي په کیسو
کار یې وکړو دا تر ټولو نه اول
پلار او مور یې دواړه حج ته ولیږل
د څو میاشتې پس یې اوکړله کوژدن
بل یې واخستو په کلي کې ډاټسن
کلیوالو یې کاوه ډیر احترام
په ټول کلې کې یې وګاټى مقام
په دويم ځل چې واپس راغلو مجید
نو ټول کلې به باله عبدالمجید
چې په نوي نوم یې پلار شولو خبر
نو په لاسو کې یې ونيوى خپل سر
چې مجید ولیدى پلار په دی حالت
نو پوښتنه یې ترېنه اوکړه د علت
پلار یې وويل بچیه زه منم
تا لر کړى دی زما د سرنه غم
بس دی نه به ځې دوبۍ ته له دې پس
زه ویریږم چې دا خلک مو نه کې حسّ
شوو حیران مجید په دی کیسه د پلار
ویل یې ولې یې د خلکو نه بیزار
خلکو څه کړي څه داسې ناروا
چې دا ته یې کړلې داسې وارخطا
کله هیڅ هم داسې نه دي شوي ګله
خو دا ځل ترینه ویریږم زړه له تله
هغه داسې چې ماجى نه شوې مجید
د مجید نه شوې ډیر ژر عبدالمجید
زه ویریږم په دریم ځل که ته لاړې
چې راځې نوم به دی وي قرآن مجید
باور نشته په دی خلقو د دې کار
چې پيسې ويني نو خره ته وايي پلار