کور / شعر / د صادق ژړک تازه غزل

د صادق ژړک تازه غزل

چې تر څو له کندهاره څخه بېل يو

په خپل منځ کي به په هره بلا ښکېل يو

که هر څو دخوشال خان په نامه وياړو

تور مغل سره په هر امتحان فېل يو

بدبختي به دقام څه ښيم ملګرو

لا اخته تر اوسه موږ په زى او خېل يو

کندهاريانو ، زموږ به څه مرسته در رسي

دشالکوټ يو پښتانه يو خو بګېل يو

دژړک ارمان به هغه وخت پوره وي

چي روان پر يوه لار په يوه سېل يو