کور / شعر / نوى غزل

نوى غزل

له توپان وروسته به بیا راشین غاټول شي
شپه به تیره شي خپاره لونګ به ټول شي
دزوړ غور دجم منار که کیسه وکړه
دضحاک دشپون رمه به پرخپل شپول شي
دعاشرو دکوټې غرونه سره ښکاري
دغه سره څاڅکي به یوځای یوسنبول شي
مناجات دبیټ نیکه به خداى قبول کړي
دافغان ولس به بیا ودان کهول شي
پښتنې میندې به بل احمد پیدا کړي
دا مات شوى خپورلښکر به پرې راټول شي
پښتونخوا کی به بیا نور بمونه نه چوي
دتخار دغلام خان پښتون که تول شي
دبابړې شهیدان به بیا رنګ راوړي
که جانان جانان پښتون ولس پرې ټول شي
دلیلې دښته به سره ګلونه وکړي
خدمتګاره داغیار به رسوا ګول شي