کور / شعر / تا ته ووايم څه؟

تا ته ووايم څه؟

بل ته په غوړه مالی خوښ سر ته ووایم څه
چې غواړي مېړه هغه نر ته ووایم څه
هغه چې خاوند پيداکوي ادکې مو رته
هغه بادور هغه نامي رهبر ته ووایم څه
چې د ورونو په وژلو ډیروي خپل اعتبار
هغه غیرت مند ملي رهبر ته ووایم څه
چې خپل بولي پردي پردي سکه ورونه
هغه جهان دیده غټ سترګور ته ووایم څه
چې وايي په سرکوزو کې هم ښه شته
ددې وینا لوی پوه مشاهیر ته ووایم څه
هغه ښوی چې په منګولو کي نه ټینګیږي
هغسې خپلواک ولسمشر ته ووایم څه
موږ په ارث وړې ده آزادي لکه مال ومنال
د هغه د پلورولو ملی تاجرته ووایم څه
دلته ډیر د بشرې حقوقو شته شیخ چلیان
عادل هیګ اودادګر حقوق بشر ته ووایم څه
هر ورځ ناتو اعلانوی لوی هشت و مشت
دښځو ماشومانو د وژولو ظفر ته ووایم څه
چې له پښتنو جوړ وي تندوری کباب
ددې کبابیانو تګ راتک لروبر ته ووایم څه
اوس ان بې پيلوټه الوتکه لا وژني پښتانه
ددې پښتنو ډیر سخی دادګر ته ووایم څه
هغه چې دا بڼ یې کړ بل ته خوږه کاسه
د هغو مهربانو بزرګانومکرته ووایم څه
تکړه قصابان یې کړله موږ ته محزز وکیلان
دی خوش اخلاقه شورااو مشر ته ووایم څه
میله ده الوی کیږي هر چیري سپین پسونه
ددجال د اوبو او ډوډۍ سپين غر ته ووایم څه
دامیاګان چې وویني دشین سترګو یو تن
د هغو خوشامندوګرو فن او هنر ته ووایم څه
هر څوک په خپل ځان کندن دی دلته اخته
چې د یتیم خوشمړي استوی بهر ته ووایم څه
اخیر به لکه نورو مزه وڅکې د مړینې دوی هم
چې درشم ستا د شناختي سر ته ووایم څه
که څه دلته بد مړ ي او ښه ژونديان نشته
خو تا ښه ژوندی او بد مړ ته ووایم څه