کور / شعر / غزل

غزل

په رڼو سترګو ورته ګورم شپه سي تېره
نه به دي غم كم سي نه به ته سي رانه هېره
يمه زخمي د رغېدو اميد مي نسته
اې وخته! تا زما په زړه كړه چاړه تېره
څومره موده وسوه چي نه مي ده ليدلې
نه مي مينه سوله كمه نه مي سوله هغه هېره
روغه ورځ مې راغلې نه ده ستا په عشق کې
زندګي به مې هم غم سره سي تېره
دا چي زه لا درپسي ژاړم خوب مي نسته
زندګې به نوره څنګه سي زما تېره
محيبه زه دي د راتلو په تمه ناست يم
كړې وعده دي د راتلو كړه څنګه هېره