کور / شعر / ۱۱ ټپې

۱۱ ټپې


شاعره لاسونه دي غبرګ مات شه ¤¤¤ چه لاپه ستایې توري سترګی سره لاسونه
افغانان سوځي په لمبوکي ¤¤¤ نوردګودراومنګي مه لیکه شعرونه
والله ډیرزیات مي زړه خوږیږی ¤¤¤ پرپښتنوپیغلو مي وشول بمبارونه
خدایه ددې پښتون لاس مات کړې ¤¤¤ چې يې دښمن ته ددوستۍ ورکړه لاسونه
خدای دې تباه کړه اې بې ننګه ¤¤¤ پر دې مظلوم ولس دي څه وکړل ظلمونه
خلګ به هسي داویناکړي ¤¤¤ چې انګریزان مي وران وطن ابادوینه
لږخود پلارتاریخ ته ځیرشه ¤¤¤ دګورګینانو نه یې تاوکړله سرونه
زماپرهغوسلام وایه ¤¤¤ چې خپل ولس دپاره تل کړي خدمتونه
دنیک ټایانوبازارتود دی ¤¤¤ په شمله وروباندي ډک سول زندانونه
دا دوستۍ دی لوی واکداركړ ¤¤¤ لږخو په یاد که دلیلې دښتې ظلمونه
په سترګو ړوندپه غوږو کوڼ شې ¤¤¤ دپښتنو پیغلوعزت دي لیلام کړونه