کور / شعر / د محمد يوسف خدمتګار غزل

د محمد يوسف خدمتګار غزل

لکه د للمي ګل سهر کې په شبنم تازه شي
هسې مې زړه ستا په وعده باندې صنم تازه شي
ددرد کیسو دپښتانه ماحول ریبلى یمه
دفکر ټپ مې په هر لوري هر قدم تازه شي
وریځې راپورته شي مونږوایوچی باران به وشي
کاڼي راووریږي بیا زموږه غم تازه شي
تا پسې وژاړم که ستاڅیري ګریوان راټول کړم
هره شیبه جوړه ژړا ده په یو بم تازه شي
لکه په پوخ فصل ږلۍ دکال خواري تباه کړي
ستا په کوڅه کې ځان وژنې دم په دم تازه شي
داچې دژوند لارې تورتم ښکاري په دې وجه دي
موږ بې خبره یودسترګو نورمو کم تازه شي
ته خدمتګاره لکه پرخه زما دخیال په چمن
زمونږ راتلونکى به یووخت ستا په قلم تازه شي