کور / شعر / پښتون قام

پښتون قام

د غېر غماز د ظلم ښکار شي څنګه
دا پښتون قام به رابېدار شي څنګه

پښتون دا خپل خوي بدلوي ولې نه
يو ورور د بل مرګ ته تيار شي څنګه

چې راولو د خبګانونو خزان
د خوشاليانو به بهار شي څنګه

مونږه فضا يې زهرجنه کړله
اوس مو وطن کې روغ بيمار شي ‌څنګه

موږ قلارېږو چې د نورو نه نه
نور به زموږ نه په قلار شي څنګه

يو ځلې نه څو ځلې راوستى موږ
غل د څه ځاى به څوکدار شي څنګه

پېسې چليږي هر وخت څله وى چې
لوهار ډاکټر، ډاکټر لوهار شي څنګه

څو په وطن کې چې مو امن ننه وي
ښه به روزګار او کاروبار شي څنګه

داسې راوالوته هوا د نفرت
بچ به چينه،ګودر،چنار شي څنګه

څوک چې خبر نۀ دي خو نۀ دي خبر
داسې بې دينه دا ديندار شي څنګه

دا چې په خپله د ځان بېخ اوباسي
دا بېخ ختلي به هوښيار شي څنګه

څوک چې د حورو نه بس ځان ځاروي
انسانيت نه هغه ځار شي څنګه

مونږ د يو بل سېوري په کاڼو ولو
په خپله خاوره مو اختيار شي څنګه

د يو رازونه چې دي بل ته اووې
توابه ستا به څوک رازدار شي څنګه