کور / شعر / د عزيز مانيروال ښکلى غزل

د عزيز مانيروال ښکلى غزل

دا يقين مې سل پۀ سل دى
عزيز روغ نۀ دى پاګل دى

ما تاؤ كړي دي بريتونه
ستا غُنچې غُنچې وربل دى
زوړ اشنا زين كړى اس وى
پښتنو كښې دا متل دى
تر هغې نۀ بوډا كېږم
چې ترڅو غاړه غندل دى
ستا سپايان سپايان باڼه دي
زما زړۀ د مينې غل دى
تۀ چې راشې وارخطا شم
دا خو خامخا څۀ چل دى

يا د يار شونډې خوږې دي
يا عزيزه ستا غزل دى