کور / شعر / د شيطان برى (نظم)

د شيطان برى (نظم)

له خوبه
څنګه چې راپاسي
نو
مېږیانو په څیر
له شمېره وتي
خپل لمسیانو په لیدو موسکی شي
او
زړه یې وَغواړي
چې رب ته سجده وکړي … خو
کله چې سر ټیټول وَغواړي
په فخر څنګه
نو
تنا وزمه خنداګاني یې
پړدې دَ غوږو
وَ شلوي داسي ناببره
چې په مات زړه بیرته
وَ اولادې ته دَ هابیل او دَ قابیل ورګوري
چا ….. چې ترخپلو
دَ یوبل په ضد لمسیان دَ ابلیس
وي کښېنولي په اوږو باندي
په ډېر ویاړ داسي
چې دَ سپین ږیري آدم
ژبه شي په خولې کې شله
ځکه خو
واړَوي آسمان په لور
نمناکي سترګي
او په سُلګیانو
دَ بڼو په رَپ تسلیم کړي ماته
دَ لوی الله په ګواهي کې
دَ شیطان مخې ته