کور / شعر / د سبا ليډران (زرلښت حفيظ)

د سبا ليډران (زرلښت حفيظ)

پرمخ تلليو هيواد و ماشومان
دعصري ميندو دپيسو ماشومان
هره لحظه د ژوند په عيش تيروي
دسرمايه او خوراکو ماشومان
****
چې کله مور او کله پلار وګوري
د عصري ژوند ښکلې بازار وګوري
خپل د نازونو خريدار وګوري
خپل مستقبل هم ښه تيار وګوري
****
پينځه کلن شي غټ سړی ترې جوړ شي
مکتب ته لاړه ښه انجلۍ ترې جوړ شي
دمور اوپلار بڼ ته نيالګی ترې جوړشي
ډير نازولى سپين که کی ترې جوړ شي
****
خو زما د وطن دا وږي تږي بچيان
په سرکو کې لوڅی خپی وي روان
کله روزي او مذدورو ته ژړان
کله خيرن جامې چټل وي حيران
****
په شين سهار کې ډيرانو ته روان
دا وږي تږي د وطن ما شومان
يا پلاستيک او يا اوبه خرڅوي
دغه بي کسه در په در يتيمان
****
دماشوم توب نه وي روزي پسي ورک
تعليم پرې نکړي زندګي پسي ورک
غواوي پرې پيايي دهقاني پسي ورک
ژوند ترينه پاته تل خواري پسي ورک
****
خدايه رحمت زه ستا له کوره غواړم
ژوندون يي ښه بې له پيغوره غواړم
افغان ماشوم ته نور جنګ نه خوښوم
سوله دوعا ګانو کې په زوره غواړم
****
زما د وطن تنکي تنکي ماشومان
دجنګ وحشت په تورتمو کې روان
پري مکتبونه ،فاکولتي ووايئ
دي د ټولني د سبا ليډران