کور / شعر / زما په پښو کې زولنې…

زما په پښو کې زولنې…

ترنک وچ سوی ګرانې
اوس هـــاسې غــــاړه غـــړۍ نــه بهیــږی
اوس زموږ د باغ بلبلان
هــــم هــــــــاســې نــــه چـــیــغـــیـــــږی
توره تیاره ده ګلې
اوس مې د ورور چاړه زما پر غــاړه نه رپیږي
د کلا برج باندې ولاړ ها بیرغ
اوس د سهــــار پـــه باد هــم نــــه ښوریږي
غواړمه خپل کلی ته درسم ګلې
زما په پښو کی زولنې د وخت دي،نه ماتیږي